د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د افغانانو د بېسبال لوبډله اسیا جام ته وتلې


ددې لوبډلي اکثره غړي د پاکستان د خیبر سیمې اوسېدونکي افغانان دي.
ددې لوبډلي اکثره غړي د پاکستان د خیبر سیمې اوسېدونکي افغانان دي.

په پاکستان کې یوې افغان لوبډلې د بېسبال د لویدېځې اسیا جام سیالیو ته لار موندلې ده.

ددې لوبډلي اکثره غړي د خیبر پښتونخوا ایالت د خیبر سیمې اوسېدونکي افغانان دي چې له کلونو راهیسې د بېسبال لوبه کوي او په لومړي ځل یې نړیوالو سیالیو ته لار موندلې ده.

د جنوري په ۲۶مه په اسلام آباد کې پیلېدونکو سیالیو کې د افغان لوبډلې برسېره د پنځو اسیایي هېوادونو ټیمونه برخه لري.

بېسبال که څه هم کرکټ ته ورته ښکاري خو له کرکټ سره یې توپیرونه زیات دي. دا د امریکا ملي لوبه ګڼل کیږي او د امریکا په لویه وچه کې ډېر مینه وال لري.

خو له امریکا څخه زرګونه کیلومتره لیرې د پاکستان په خیبر کې هم ترسره کیږي. دلته افغان لوبغاړي وايي په محدودو امکاناتو یې دغې لوبې ته مخه کړې ده.

په لسګونو افغان لوبغاړي له کلونو راهیسې د خیبر ضلعې په غونډۍ کلي کې په وچ او له دوړو او خاورو ډک یوه لوبغالي کې په یوې شخصي اکاډمۍ کې د بېسبال تمرین کوي.
په لسګونو افغان لوبغاړي له کلونو راهیسې د خیبر ضلعې په غونډۍ کلي کې په وچ او له دوړو او خاورو ډک یوه لوبغالي کې په یوې شخصي اکاډمۍ کې د بېسبال تمرین کوي.

دوی دا وخت د لوېدیځې اسیا جام سیالیو ته چمتووالی نیسي او وايي، غواړي چې دغه سیالۍ وګټي او افغانستان ته ویاړ ور په برخه کړي.

د بېسبال افغان لوبغاړی عبدالغفور وايي، هوډ یې کړی چې د بېسبال لوبه په افغانستان کې عامه کړي.

هغه وویل: "له دې سیالیو وروسته غواړم خپل هېواد ته ولاړ شم او دا لوبه په هر ولایت کې خپره کړم او د هر ولایت د لوبغاړو په اخیستلو سره سیالۍ پیل کړم."

په خیبر کې د بېسبال اکاډمي د پاکستان په سطحه ددغې لوبې لومړنۍ اکاډمي ګڼل کیږي. د خیبر د بېسبال فدراسیون غړی، اعجاز اپریدی وايي، د لوېدیځې اسیا د بېسبال کپ له اعلان وروسته، دوی پرېکړه وکړه چې په دغو لوبو کې افغان لوبغاړو ته هم موقع ورکړي.

خو افغان لوبغاړي او د دوی روزونکي د اسانتیاوو او تجهیزاتو له نشتوالي شکایت کوي.

د بېسبال روزونکی، کپتان اپریدي وايي: "یوه میاشت کېږي چې موږ د دغو افغان لوبغاړو د روزلو لپاره دلته د خاورشاه بیسبال اکاډمۍ په نوم یو کمپ پرانیست، خو که ستونزو ته وګورو افغانان له موږ څخه زیاتې ستونزې لري. موږ مرستې ته اړتیا لرو. غواړو چې یو مناسب لوبغالی جوړ شي."

بېسبال لوبه په ۱۸مه پېړۍ کې په امریکا کې پیل شوه. دا لوبه د دوو لوبډلو ترمنځ د نهو لوبغاړو او نهو پاڼیو په درلودلو سره ترسره کیږي او که یوه لوبډله په یوه پاڼۍ کې درې لوبغاړي له لاسه ورکړي، د بلې لوبډلې وار پیلیږي.

ټاکل شوې ده چې د لوېدیځې اسیا د بېسبال جام پنځلسم پړاو سیالۍ د جنوري له ۲۶ څخه د فبرورۍ تر دوهمې دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG