د لاس رسي وړ اتصالات

د بلک هاک الوتکو ۱۴ افغان پیلوټان فارغ شول


بلک هاک چورلکي
بلک هاک چورلکي

په کندهار ولایت کې د افغان هوايي قواوو له تعلیمي مرکز څخه د ( فبروري ۶ ) د بلک هاک الوتکو ۱۴ تنو پيلوټانو تر زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د افغان هوايي پوځ د چارواکو په وینا دا د بلک هاک الوتکو د پيلوټانو څلورمه دوره ده چې تر زده کړو وروسته عملي کار پیلوي.

په جنوب کې د افغان هوايي لوا قومندان جنرال عبدالرازق شېرزي وويل افغان پيلوټانو عملآ د بلک هاک چورلکو په وسیله ډېر پيچلي ماموریتونه کوي.

افغان پوځیان زیاتوي، د امریکا له لوري افغانستان ته د بلک هاک الوتکو د سپارلو سره پر یوه وخت د پيلوټانو د روزنې پروګرامونه هم پر مخ ځي.

په افغانستان کې د امریکا د هوايي ځواک قومندان جنرال سګوین امریکا غږ ته چې د افغان پيلوټانو د روزنې بهیر یوه اوږدمهاله پروسه چې ګام پر ګام عملي کیږي.

د امریکايي پوځیانو په وینا، تر اوسه يې افغان لوري ته شاوخوا شل بلک هاک الوتکې ورکړي دي.

د بلک هاک الوتکو تازه فارغ شوي افغان پيلوټان له خپلو وړتیاوو څخه ډاډه دي او زیاتوي چې په تعلیمي دورو کې يې ډيرې زده کړې کړې دي.

تر دې یوه ورځ مخکې د افغانستان په بیارغونه د مرستو د څار ادارې یا سیګار په خپل تازه راپور کې اندېښنه ښودلې چې افغان هوايي پوځ د ظرفیت له پلوه د بلک هاک الوتکو څخه د سمې ګټې اخیستنې وړتیا نلري.

ددې ادارې په راپور کې ویل شوي چې افغان هوايي ځواک د بلک هاک چورلکو لپاره پيلوټان ، انجنیران او تجهیزات نلري.

خو د هوايي قواوو مسئولین وايې چې تر اوسه يې په څلورو دورو کې د یادو الوتکو ۵۶ پيلوټانو روزلي او اوس عملآ په خپلو دندو کې دي.

ټاکل شوې امریکا تر ۲۰۲۰ کاله پورې افغان هوايي پوځ ته ۱۵۹ بلک هاک الوتکې وسپاري.

کندهار کې پیلوټان
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:45 0:00

XS
SM
MD
LG