د لاس رسي وړ اتصالات

"ګهواره" افغان ماشومانو ته کتابونه رسوي


د شعار ،هر ماشوم، یو کتاب نومیږي.
د شعار ،هر ماشوم، یو کتاب نومیږي.

د "ګهواره" په نامه د یو شمېر افغان رضاکارانو یوې ډلې افغان ماشومانو ته د کتابونو د ژباړلو، چاپولو او رسولو بهیر پیل کړی دی.

د "ګهواره" مسولین وایي چې دا یوه غیرانتفاعي ټولنه ده چې تر ډېره یې ۴۰ رضاکاره افغانان چلوي. د ټولنې غړي یې په افغانستان، امریکا، اروپا کاناډا او نورو هېوادونو کې مېشت دي چې په "خپلو شخصي امکاناتو باندې یې دا بهیر" پیل کړی دی.

د دغې ټولنې یو مسول ډاکټر منیر احمد امریکا غږ اشنا ته وویل چې په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې یې ۱۰۰ کتابونه ژباړلي، لیکلي او پر خپلې ويبپاڼې یې وړیا خپاره کړي دي. "ګهواره" په ۲۰۱۷م کال کې کار پیل کړی دی.

نوموړي وویل دا کتابونه په پي ډي اف کې دي او هر څوک یې ترلاسه کولی شي. هغه وویل "تر اوسه مو ۱۴ کتابونه چاپ کړي هم دي چې اووه یې په ازبکي، څلور یې په دري او نور یې په پښتو ژبو دي. ۱۲ نور کتابونه تر کار لاندې دي. هدف دا دی چې په بهر کې او په افغانستان کې دننه افغان ماشومانو ته په خپلې مورنۍ ژبې د زده کړې، لیک او لوست امکانات برابر شي."

ښاغلی منیر وايي چې بهرنیو هېوادونو کې نورې ژبې او فرهنګ افغان ماشومان تر ډېره له خپلې ژبې او فرهنګ څخه لېرې ساتي. د دوی شعار (هر ماشوم، یو کتاب) دی.

ډاکټر منیر احمد زیاته کړه "د افغانستان فرهنګي، مذهبي او نورو حساسیتونو ته په پام سره کتابونه ټاکل کیږي او بیا یې رضاکاران ژباړي، چاپوي او خپروي یې."

هغه وویل هڅه کوي چې د کتابونو منځ پانګه/محتوا سوله ایزه او ماشومانو ته د زغم او عدم تشدد پیغام ورسوي. "هغه کتابونه نه ژباړو او نه چاپوو چې تشدد ولري. د بېلګې په ډول که په کتاب کې زمری یوه ګيدړه خوري، نه یې ژباړو. دا د تشدد پیغام رسوي. "

پر ټولنیزو رسنیو کمپاین

"ګهواره" خپل ویبسایټ لري او په ټولنیزو رسنیو فیسبوک او ټویټر کې خپلې پاڼې هم لري. په یو تازه اقدام کې دوی په ټولنیزو رسنیو کې یو بهیر پيل کړی چې له خلکو غواړي د ویدیوي پیغامونو له لارې د "ګهواره" هدف تر نورو ورسوي.

بهیر داسې دی چې یو کس به یوه ویدو خپروي، له خپلو مینوالو به د دغه بهیر سره د مرستې غوښتنه کوي او د خپلو دریو نورو ملګرو نه په خاص ډول غواړي چې همداسې یو پیغام ورکړي.

ډاکټر منیر احمد وویل پر ټولنیزو رسنیو د دغه کمپاین هدف دا دی چې افغان ماشومانو ته د تعلیم پيغام ټولو ته ورسول شي. نوموړي وویل د دوی ټولنې له ځینو افغان لیکوالانو سره هم خبرې کړي چې په دې اړه کتابونه ولیکي او ځینو یې د هغه په وینا وار د مخه په دغه برخه کې مرسته کړې ده.

په نورو هېوادونو کې د ماشومانو ادبیاتو ته ډېر پام کیږي، کتابونه ورته لیکل کیږي او د هغوی د ژبې او فکر مطابق کارتونونه او تعلیمي فلمونه جوړیږي، خو د ډېرو په باور دا بهیر په افغاستان کې ډېر تت دی او لوی لامل یې هم روانې جګړې بلل کیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG