د لاس رسي وړ اتصالات

دولت وزیري: طالبان یواځې پر ١١ ولسوالیو مسلط دي


د افغانستان د ملي دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د طالبانو ډله له ١١ ولسوالیو پرته - هغه هم ددغو ولسوالیو په مرکزونو باندې - نور د افغانستان پر هیڅ یوې سیمې باندې کنترول نلري.

دغه اعلامیه چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه هغه رپوټونه ردوي چې گواکې د افغانستان په سلو کې ٧٠ ولسوالۍ د طالبانو تر واک لاندې دي.

په حقیقت کې د افغانستان د دفاع وزارت اعلامیه د بي بي سي د یو څیړنیز رپوټ په غبرگون کې خپره شوې چې د طالبانو او داعش په گډون د افغانستان د حکومت د وسله والو مخالفینو تر کنترول لاندې ساحو په اړه یې خپور کړی دی.

جنرال وزیري په اعلامیه کې ویلي دي، د بي بي سي رپوټ چې "د هیواد پر جغرافیه باندې د طالبانو او داعش د حاکمیت فیصدي او هغه هم د تیلیفون په واسطه کیدای شي ډیره ښکته پورته، متغیره او له واقعیت لرې اوسي."

ښاغلي وزیري ادعا کړې چې په افغانستان کې "ترهگرې ډلې" ورځ تر بلې د دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د مقابلې قوت له لاسه ورکوي او په حملو او ملکي مرگ ژوبلې سره خپلې عقدې پوره کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند د افغانستان د بیارغونې لپاره امریکا د متحده ایالاتو د مرستو سرمفتیش یا سیگار رپوټ ته په اشارې ویلي دي چې د وسله والو مخالفینو د گواښ کچه تل بدلون مومي او د گواښ د رامنځ ته کیدو په صورت کې "دفاعي او امنیتي ځواکونه هغه رفع کوي او دگواښونو د له منځه وړولو لپاره د خپلو ظرفیتونو نه په کار اخیستلو سره د دښمنانو د ځپلو هڅه کوي."

ښاغلي وزیري همداشان هغه رپوټونه غلط بولي چې گواکې د افغانستان ١٥ میلیونه جمعیت د طالبانو تر حاکمیت لاندې ژوند کوي او دا رپوټونه "په بشپړه توگه له مبالغې ډک" بولي.

له دې سره سره د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ویلي دي، "تائیدوم چې په ځینو سیمو کې گواښونه شته او د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه د هغې د دفع او له منځه وړلو لپاره د خپل ظرفیت په نظر کې نیولو سره مصروف دي، خو اوس د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه د بل هر وخت څخه زیات په پرمختللې تکنالوژۍ مجهز دي او زیاتو امکاناتو ته لاس رسی لري."

د افغانستان د دفاع وزارت دغه مقام په داسې حال کې دغه څرگندونې کوي چې په دې وروستیو اونیو کې د کابل په گډون د افغانستان عمده ښارونه د مرگونو بریدونو شاهد وو چې په نتیجه کې یې په سلگونو ملکي وگړو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG