د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ښځو پر زدکړو او کار د بندیز خلاف د افغانانو لاریون؛ امریکا او نړۍ دې له طالبانو سره تعامل نه کوي


یو شمېر امریکا مېشتو افغانانو د یکشنبې په ورځ جنوري لومړۍ (مرغومي ۱۱) د سپینې ماڼۍ مخې ته د لاریون په ترڅ کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن او نړیولې ټولنې غوښتنه وکړه چې د افغان مېرمنو تر څنګ ودریږي او "د طالبانو جنسیتي اپارتاید رژیم" په وړاندې د هغوی د مبارزې ملاتړ وکړي.

ددې لاریون ګډون کوونکو غوښتنه وکړه تر هغو چې طالبانو پر ښځو باندې لګولي بندیزونه لیرې کړي نه وي، متحده ایالتونه او نړیواله ټولنه دې "د طالبانو له مشرانو سره ټول تعاملات" ودروي او د هغوی پر سفر دې بندیز ولګوي.

ددغه لاریون د پای په پرېکړه لیک کې همدارنګه له افغانستان څخه دباندې د طالبانو د سیاسي دفترونو د تړلو او د طالبانو د مشرانو د شتمنیو د کنګل کېدو غوښتنه شوې ده.

د ښځو او نجونو پر حقونو باندې د طالبانو د محدودیتونو په لړ کې، دغې ډلې تازه په پوهنتونونو کې د نجونو زدکړې تر "امر ثاني" پورې وځنډولې او په غیردولتي موسسو کې یې د ښځو په کار باندې بندیز ولګاوه.

امریکا میشتو افغانانو همدارنګه د افغان مېرمنو د زدکړې او کار په ګډون د اساسي حقونو د خونديتوب دپاره په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د پیاوړتیا او ددغه سازمان په ټولو غونډو او مذاکراتو کې د ښځو د فعال ګډون غوښتنه کړې ده.

د ښځو پر حقونو او آزادۍ باندې د طالبانو محدودیتونه له پراخ نړیوال غبرګون سره مخامخ شوي او ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو ددغو بندیزونو د ناوړه اغېزو په اړه خبرداری ورکړی دی.

په یو تازه غبرګون کې، د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړې استازې رینا امیري په ټویټر کې په یو پیغام کې د افغان مېرمنو د تعلیم او کار د حق د ملاتړ ژمنه کړې ده.

په عین وخت کې ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د ارزونو پر بنسټ په افغانستان کې د ښځو پر کار د بندیز له امله ۳۸ سلنه خیریه موسسو چې اکثریت یې د ښځو له خوا رهبري کېږي او یا هم پر ښځو تمرکز کوي، خپل فعالیتونه بند کړي او ډیرې نورې یې یوازې په جزوي توګه فعالیت کوي.

د نړۍ د سختو غبرګونونو سره سره، طالبانو په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار باندې د بندیز لګولو دفاع کړې او دا بندیزونه یې له اسلامي شریعت سره سم بللي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له امریکا غږ سره په ټیلیفوني تماس کې وویل: "اسلامي امارت اوس دې نتیجې ته رسیدلی چې ښځې په غیر دولتي ادارو کې په هغو برخو کې کار کولو ته اړتیا نه لري چې ورته ضرورت نشته."

د طالبانو د اقتصاد وزارت د دسمبر له ۲۴ مې راهیسې، په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی او ددې بندیز لامل یې "د اسلامي حجاب نه مراعت کېدل" ښودلی دی.

XS
SM
MD
LG