د لاس رسي وړ اتصالات

د بغلان د 'بانو' رستورانت مالکې په اسلام اباد کې خپل رستورانت پرانیستی


تانیه نوري په اسلام اباد کې په خپل رستورانت کې د پاکستاني خوړو ترڅنګ افغاني برګر چمتو کوي.
تانیه نوري په اسلام اباد کې په خپل رستورانت کې د پاکستاني خوړو ترڅنګ افغاني برګر چمتو کوي.

افغانې کډوالې تانیې نوري په اسلام اباد کې رستورانت جوړ کړی او له همدې لارې د خپلې کورنۍ د پاره نفقه پیدا کوي.

دې مېرمنې دمخه د افغانستان په بغلان کې د "بانو" په نوم رستورانت درلود، وايي، د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته یې رستورانت وتړل شو او مجبوره شوه چې له کورنۍ سره پاکستان ته کډه وکړي.

تانیه نوري وايي، په افغانستان کې یې په رستوارنت کې یو میلیون افغانۍ پانګونه کړې وه او د خوړو د پلور ترڅنګ یې غونډو او سمینارونو ته هم زمینه برابروله.

هغې امریکا غږ ته وویل: "زموږ کار او ژوند ډیر ښه و، مونږ ډیر خوښ ژوند درلود خو د طالبانو راتګ سره تر کوره محدوده شوم او رستورانت مو هم بند شو."

تانیه اوس له خپل مېړه سره یو ځای د اسلام اباد په بهاره کهو سیمه کې له تیرو دریو میاشتو راهیسې په دې رستورانت کې کار کوي.

د هغې مېړه محمد داود نوري وايي: "کله چې طالبان واکمن شول نو پاکستان ته مو کډه وکړه. دلته هم ورته دنده لرو. مېرمن مې راسره کار کوي او له هغې پرته هیڅ کله دا کار مو مخې ته نه ځي."

تانیه له خپل میړه سره اوږه په اوږه کار کوي. خو د کډوالۍ له کړاوونو څخه شکایت لري. هغه وايي: "اقتصادي ستونزې، د ویزې ستونزې د ماشومانو تعلیم، دلته په دولتي ښونځیو کې زمونږ ماشومانو ته د داخلې اجازه نشته او د شخصي ښونځیو توان نلرو. او د دې ترڅنګ امنیتي ستونزې هم لرو."

دغه کورنۍ په خپل رستورانت کې د پاکستاني خوړو ترڅنګ افغاني برګر او نور خواړه چمتو کوي، چې له همدې مخې پیرودونکي ورته راځي.

د جاوید په نوم یو افغان کډوال وايي: "په دې سیمه کې کوم بل افغان رستورانت نشته او موږ پاکستاني خواړه نشو خوړلی ځکه چې ترخه وي. نو موږ خوشحاله یو چې دا زموږ افغانه کورنۍ افغاني برګر چمتو کوي، مونږ د اونۍ یو یا دوه ورځې دلته راځو او د دې برګر خوړلو سره د هېواد یاد تازه کوو."

تانیې دا رستورانت په ۳۰ زره کلدارو په کرایه اخیستی او د هغې په وینا، ورځنی عاید یې شاوخوا ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ کلدارې دی.

  • 16x9 Image

    مسکا ساپۍ

    مسکا ساپۍ په کال ۲۰۱۹ کې له پېښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د ۲۰۲۲ کال راهیسې له پېښور ښاره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره د ازادې خبریالې په توګه کار کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG