د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د افغاني قابلي پلو تود بازار


د افغانستان دودیز خواړه، قابلی پلو، د پاکستان په ښارونو کې زیات شهرت موندلی او د ډېرو خلکو دپاره د ګټې وټې سرچینه ګرځېدلې ده.

له ګازرو، ممیزو، غوښې او جوش شویو وریجو څخه جوړ دا خواړه په پاکستان کې د "افغاني پلاو" په نوم هم یادیږي. د پاکستان په زیاتره ښارونو کې رستورانونه قابلي پلو پلوري او په ځانګړي ډول د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې تود بازار لري.

په دې ښار کې د "کابلي پلو" په نوم یو رستوران هم شته. ددې رستوران مالک يارمحمد شينوارى وايي، پلار يې په لومړي ځل په یو افغان رستوران کې قابلي پلو خوړلی و، او وروسته له هغه يې ددې خوړو د پخولو او پلورلو کاروبار پيل کړ.

ښاغلي شینواري د خپل پلار چې د قابلي پلو د رستورن بنسټ ایښودونکی دی، کیسه داسې وکړه: "په ۱۹۹۴ کال کې زما پلار یو سوداګر و او له افغانانو سره به یې لیده کاته کول، هغه یو افغاني رستورانت ته لاړ او هلته یې کابلي پلو وخوړ، له هغه وروسته یې دلته د کابلی پلو کاروبار پیل کړ او اوس زموږ سوداګري ډېره ښه روانه ده."

د پېښور په بېلابېلو بازارونو او خوړنځایونو کې د نورو افغاني خوړو بازار هم تود دى.

د افغانستان د کندوز ولایت اصلي اوسیدونکی، حاجي بهاوالدین، په پیښور کې د یو پخواني خوړنځای چلوونکی دی. هغه وايي، په خپل رستوران کې له هغه راهیسې قابلي پلو پلوري چې په پیښور کې هیچا هم پلو نه پیژانده.

د ډیرو نورو پاکستانیانو په څېر، د پېښور اوسېدونکی، سید محمد شاه، وايي د قابلي پلو سخت مینه وال دی او د پېرلو دپاره یې افغاني رستورانونو ته ځي.

د پېښور د نورو ځايي خلکو او مشرانو له نظره، هغه افغان کډوال چې له څلورو لسيزو را په دې خوا له افغانستان څخه ورکډه شوي، له ځانه سره يې خپل هنر، ژبه، کلتور او خواړه هم وروړي دي چې اوس د هغه ځای د خلکو د ژوند او اقتصاد برخه ګرځېدلې ده.

په پېښور کې د یو شخصي ټلویزیون ځایي مشر، صفی الله ګل، وویل: "کله چې افغانان پاکستان ته راغلل نو دلته یې خپل افغاني خواړه خلکو ته ور وپیژندل، دلته د پښتنو خواړه له مصالو پرته وو او افغاني خواړه هم، نو همدا لامل و چې دغه خواړه د دې سیمې خلکو ترمنځ په چټکۍ سره ومنل شو او بیا هوټلونه پرانیستل شو او کاروبار پیل شو."

ډیر خلک پدې باور دي چې پاکستان ته د افغانو کډوالو تګ لامل شوی چې ډیر پاکستانیان د افغانانو له کلتور او خوړو سره اشنا شي او ورسره د دواړه هېوادونو د خلکو ترمنځ په ټولنیز ژوند کې اړیکې هم پراخې شوي دي.

  • 16x9 Image

    مسکا ساپۍ

    مسکا ساپۍ په کال ۲۰۱۹ کې له پېښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د ۲۰۲۲ کال راهیسې له پېښور ښاره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره د ازادې خبریالې په توګه کار کوي.

XS
SM
MD
LG