د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او بریتانیا: طالبانو په کندهار کې په ډله ییزه توګه ملکیان وژلي


په افغانستان کې د بریتانیا او امریکا سفارتونو د طالبانو ډله د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې په ظلمونو او زور زیاتي تورنه کړې چې کیدای شي جنګي جرمونه وګڼل شي.

دغو سفارتونو په خپلو ټویټر پاڼو لیکلي چې د طالبانو ډلې په یو "غچ اخیستونکي اقدام کې د لسګونو ملکیانو په وژنه لاس پورې کړی دی".

د متحده ایالاتو او بریتانیا سفارتونو لیکلي دي: "دغه وژنې کیدای شي جنګي جنایتونه وګڼل شي؛ دغه وژنې باید وپلټل شي او طالب جنګیالي او هغه قوماندانان چې ددې کار مسول دي باید ورسره جساب کتاب وشي."

د بریتانیا سفارت همداشان لیکلي چې که د طالبانو مشرتابه اوس نشي کولای خپل جنګیالي اداره کړي په راتلونکې کې باید د حکومتدارۍ سره سر وکار ونلري.

دا پداسې جال کې دي چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د یو رپوټ په خپرولو سره ویلي چې طالبانو د سپین بولدک د ولسوالۍ له نیولو وروسته ملکي وګړي وژلي او د خلکو مالونه یې لوټ کړي دي.

پدې رپوټ کې چې د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۹ (زمري ۷) خپور شوی راغلي دي چې: طالبانو "د بشر دوستۍ بین المللي حقوقو ته په نه پاملرنې او نه اعتنا کولو" د وژنو او لوټ کولو اقدام کړی دی؛ هغه اقدام چې ددې کمیسیون په باور "کیدای شي جنګي جنایت" وي.

طالبانو د چنګاښ په ۲۳ د سپین بولدک ولسوالۍ ونیوله او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د موندنو په اساس دغې ډلې د پخوانیو او برحاله کارکوونکو او د حکومت د پلویانو د تعقیب او پیژندنې وروسته "یاد کسان د کورونو نه ایستلي او وژلي دي".

د طالبانو ډلې دغه رپوټونه رد کړي او هغه یې "آوازې" ګڼلي دي. خو د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون ویلي چې تر اوسه یې د ۴۰ تنو هویتونه په نښه کړي چې طالبانو په سپین بولدک کې وژلي دي.

له دې دمخه د افغانستان حکومت هم په سپین بولدک کې د طالبانو په واسطه د هدفي وژنو خبر ورکړی و.

د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو ویاند جنرال اجمل عمر شینواری د دوشنبې په ورځ جولای ۲۶ (زمري ۴) خبریالانو ته وویل چې طالبانو د کندهار په سپین‌بولدک ولسوالۍ کې ۴۰۰ ملکیان له خپلو کورونو بیولي او ۱۰۰ کسه یې په ډزو وژلي دي.

د افغانستان حکومت ویلي وو چې پدې اړه پلټنې کوي.

XS
SM
MD
LG