د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ۱۴ کلنو فوټبال لوبډلې ایران ته ماتې ورکړه


د افغانستان د فوټبال د ۱۴ کالو لاندې عمر ملي لوبډله
د افغانستان د فوټبال د ۱۴ کالو لاندې عمر ملي لوبډله

د افغانستان د فوټبال د ۱۴ کالو لاندې عمر ملي لوبډلې د جمعې په ورځ د نومبر په ۱۱ (لړم ۲۰) خپلو ایراني سیالانو ته یو د صفر پر مقابل کې ماتې ورکړه.

دغه سيالۍ د منځنۍ اسيا د هېوادونو د سياليو په لړ کې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې ترسره شوې دي. د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د جمعې په ورځ د لوبې په بهیر کې د یاسر ساپي په یوازیني ګول سره د ایران لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د ځوانانو د ملي لوبډلې روزونکي ظاهر حسیني د دغو سیالیو له ترسره کېدو مخکې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د منځنۍ اسیا ټیمونو د ځوانانو او د کم عمره ځوانانو په ګروپونو کې ښه پرمختګ کړی او بې له شکه به د افغانستان د ۱۴ کالو ټیټ عمر د ملي لوبډلې پیاوړي سیالان وي. خو موږ هیله لرو چې دا ټیم وځلیږي."

د منځنۍ اسیا د حوزې په دغو سياليو کې پر افغانستان سربېره د ايران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان هېوادونو د څوارلس کالو عمر لاندې لوبډلو برخه اخيستې ده.

د افغانستان د څوارلس کالو عمر لاندې د فوټبال ملي لوبډله به په دې جام کې خپله دویمه لوبه د دوشنبې په ورځ د ترکمنستان له لوبډلې سره وکړي.

XS
SM
MD
LG