د ارزګان ولایتي چارواکي وايي،افغان امنیتي ځواکونود دغه ولایت د خاص ارزګان او چوره ولسوالیو کې د طالبانو بریدونه په شاتمبولي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن محمد صادق امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو، چې هوایي ملاتړ هم ورسره وو، د چورې او خاص ارزګان پر ولسوالیو د طالب وسله والو پراخ بریدونه بیرته په شا تمبولي دي.
وسله والو طالبانو د دریو ورځو راهیسې د دغو ولسوالیو د نیولو لپاره د ولسوایو د ودانیو شاوخوا ته د افغان ځواکونو پر پوستو پراخ عملیات پیل کړي، چې له امله یې دواړو خواو ته د سر زیان هم رسیدلی دی.
تیره ورځ طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په یو استولې اعلامیه کې د خاص ارزګان ولسوالۍ کي داستخباراتو مرکز او یوبل نظامي مرکز د نیولو ادعا کړې وه او ویلي وو، چې په دغو جګړو کې د افغان امنیتي ځواکونو ۱۵ منسوبین وژل شوي دي.
د بلې خوا د کندهار امنیتي چارواکي وايې، چې تېره شپه د دغه ولایت د ښورابک ولسوالۍ کي د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ د مخامخ جګړې پرمهال اوه پاکستاني طالبان وژل شوي دي.
دکندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې په ښورابک ولسوالۍ کي پاکستاني وسله والو د سرحدي پولیسو پر امنیتي پوستو برېدونه کړي، چې په دغې درې ساعته جګړې کې اووه پاکستاني وسله وال ووژل شول او څلور نور ژوبل شول.
د نوموړي په خبره چې د وسله والو جسدونه د جنګ په ډګر کي پاته وه چي د پاکستان دهویت کارټونه هم ورسره وه، چې بیا وروسته د وسله والو جسدونه قومي مشرانو سپارل شول.
هغه وایې چي په دې برېد کي افغان سرحدي ځواکونو او د سیمې خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتي.