د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې چارواکو د طالبانو د یو قوماندان د وژلو ادعا کړې


افغان امنیتي ځواکونو د ننګرهار په ګډون د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عملیات پیل کړي.
افغان امنیتي ځواکونو د ننګرهار په ګډون د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عملیات پیل کړي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، چې ددغه ولایت د څوارلسو ولسوالیو لپاره د طالبانو نظامي مسول ، ګل محمدسنګري یې وژلی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د سرخرود ولسوالۍ سواتۍ سیمه کې عملیات کړي، چې په پایله کې یې د ننګرهار څوارلسو ولسوالیو لپاره د طالبانو نطامي مسولګل محمد چې په سنګري مشهور وو، وژل شوی او دوه ملګري یې ژوندي نیول شوي دي.

ښاغلي خوږګیاڼيوویل، چې د طالبانو دغه قوماندان د عملیاتو پر مهال له سیمې څخه د تېښتې پر وخت وژل شوی دی.

خوږیاڼی زیاتوي، چې دا طالب قوماندان دننګرهار ولایت مرکز جلال اباد او د دغه ولایت د سرخرود ولسوالۍ کې د جګړې او بریدونو د تنظیم لپاره دغې ولسوالۍ سفر کړی وو.

تر اوسه وسله والو طالبانو ددغه طالب قوماندان د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

سرخرود ولسوالۍ د جلال اباد ښار ته په نژدې فاصله کې پرته ده او دغه ولسوالۍ کې په دې ورستیو کې امنیتي حالات یو څه خراب شوي .

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د سرخرود امنیتي وضعیت نیغ په نیغه دجلال اباد د ښار په امنیت اغېزه پرې باسي.

XS
SM
MD
LG