د لاس رسي وړ اتصالات

تخار کې طالبانو او افغان ځواکونوته تلفات رسیدلي


تخار ولایت د درقد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د تیرو دریو میاشتو را په دېخوا په وقفوي ډول جګړې دوام لري.
تخار ولایت د درقد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د تیرو دریو میاشتو را په دېخوا په وقفوي ډول جګړې دوام لري.

د تخار ولایتي چارواکي وايي، چې تیره شپه ( لیندۍ ۶مه) د طالبانو سرې قطعې وسله والو د دغه ولایت د درقد په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو برید وکړ، چې په شا وتمبول شو، خو په دغو جګړو کې دواړو خواو ته د سر زیان هم رسیدلی دی.

د تخار د والي ویاند جواد هجري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې وسله والو طالبانو تیره شپه یوه نیمه بجه د درقد په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو باندې بریدونه وکړل، چې شاوخوا څلویښت دقیقې یې دوام وکړ.

ښاغلي هجري وویل " له بدمرغه په دغه نښته کې زمونږ د امنیتي ځواکونو شپږ تنه په شهادت ورسیدل او لس نور ټپیان شو، خو طالب وسله وال د هیڅ کومې پوستې په نیولو بریالي نشو ، همداشان د دښمن تلفات ډیر زیات دي".

د افغانستان په شمال ختیځ کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو د رسنیو د څانګې مشر هادي جمال امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دې جګړو کې د قدیر او قهرمان په نومونو د طالبانو د دوو قومندانانو په ګډون یوولس طالب وسله وال وژل شوي دي.

د پامیر د قول اردو د دغه چارواکي د ادعا له مخې شپږ نور طالب وسله وال په دې جګړه کې ټپیان شوي هم دي.

خو طالبانو ادعا کړې، چې له شلو زیات د ملي اردو سرتیري یې د درقد په جګړه کې وژلي دي.

سیمه ییزو چارواکو د طالبانو دا ادعا نه ده منلې.

افغان ځواکونو د روانې میلادي میاشتې( نومبر) په لومړیو کې د درقد ولسوالۍ له طالبانو بیرته ونیوله.

دا ولسوالۍ د سپټمبر په میاشت کې طالبانو له یوې سختې جګړې وروسته له افغان ځواکونو نیولې وه.

د درقد ولسوالۍ د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په سرحد کې پرته ده.

XS
SM
MD
LG