افغان ځانګړو ځواکونو په اروزګان ولایت کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړی او ۸ تنه زندانیان يې ورڅخه ازاد کړي.
دغه عملیات تېره شپه د دې ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې شوي.
په جنوب زون کې د خاصو عملیاتو د قواوو د زمري کنډک قومندان جګړن عبدالجمیل ځدراڼ امریکا غږ - آشنا ته وويل، چې عملیات يې تېره شپه د چار چینو په ولسوالۍ کې کړي.
نوموړی زیاتوي چې د وسله والو پر زندان د عملیاتو پر مهال ۱۵ تنه وسله وال له ځانګړو ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوي او اته زندانیان له بند څخه روغ رمټ خوشي شوي دي.
د هغه پر وینا، له زندان څخه په ازاد شويو کسانو کې د کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو اوسیدونکي شامل دي او دا مهال د ځانګړو ځواکونو په روغتون کې دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.