د لاس رسي وړ اتصالات

کډواله افغانه پېغله له تعلیم څخه په پاتې کېدو دردمنه ده


عایشه رحیمي له دې کبله ژاړي چې له ښوونځي او زده کړې پاتې شوې ده.
عایشه رحیمي له دې کبله ژاړي چې له ښوونځي او زده کړې پاتې شوې ده.

پاکستان ته کډواله شوې افغانه عایشه رحیمي له دې کبله ژاړي چې له ښوونځي او زده کړې څخه پاتې شوې ده.

عایشه دولسم ټولګې ته تلله چې طالبان په افغانستان کې بیاواکمن شول، د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې او هغې له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډه وکړه.

هغې امریکا غږ ته وویل: "زما د ښوونځي وروستي کلونه وو ډیر پلانونه مې درلودل. د طالبانو راتګ سره هر څه له منځه ولاړل. راغللو د مهاجرت په ديار کې او له کله چې راغلي یو، ژوند ډېر سخت دی."

عایشه له خپلې کورنۍ سره په پېښور کې اوسیږي او هلته هم د اسنادو نه لرلو له کبله د یو نیم کال راهیسې له ښوونځي پاتې شوې ده.

هغې پدې اړه وویل: "افغانانو ته په پاکستان کې زدهکړې سختې دي. د طالبانو د راتګ له کبله مې خپل اسناد ترلاسه نکړل، ځکه دلته زدهکړه نشم کولای، ښوونځي ته نشم تللی. سمه ده چې ما یو څو کورسونه ولوستل تر څو یوه دنده وکړم خو افغانانو ته دنده هم نشته که وي هم یو څو میاشتو ته وي، ځکه دوی هم خپلو هیوادوالو ته ترجیح ورکوي."

دا افغانه وايي هیله یې وه چې په پوهنتون کې د سوداګرۍ رشته ولولي او که د تعلیم مخنیوی یې نه وای شوی نو اوس به د پوهنتون د دوهم کال محصله وای.

عایشه په ژړغوني غږ وايي لاسونه یې تړلي دي: "که یو ځای ته ورسېدلې وای، نو ګټه یې نه یوازې ماته بلکې زما کورنۍ او هیوادوالو ته رسیده."

هغه وايي ډیرې ملګرې یې په پاکستان کې همدا وضعیت لري "ډېر سخت دی ډېر زيات. په دې درې کلونو کې ورځ تربلې زموږ د ژوند پرېکړې محدودېږي که په افغانستان کې وم او دا بندیزونه نه وای، نو ممکن زموږ د پوهنتون دویم، دریم کال به وای. او که داسې دوام وکړي نو زموږ راتلونکی به توره تیاره وي."

عایشه نیوکه کوي چې "د افغانانو بې اتفاقي او د نارینه و چوپتیا" پر نجونو د طالبانو د بندیزونو لامل شوی. هغه وايي: "په میلیونونو نجونې دي. هره یوه ورور لري پلار لري، که دا دوه درې میلیونه خلک ټول یو شي، د طالبانو پر ضد ودریږي او د هغوی پر وړاندې چې پر موږ بندیزونه لګوي، نو باور لرم چې دا یووالی به کله هم ماتې نخوري."

د عایشې په څېر ګڼ شمېر نورې کډوالې شوې افغانې نجونې چې له تعلیم څخه پاتې شوي، ورته شکایت لري.

د ٢٠٢١ د اګست ١٥مې راهیسې طالبانو د ښځو او نجونو پر کار او زده کړې بندیزونه لګولي چې نه یوازې د نړیوالو بنسټونو د غبرګونونو سره مخ شوي بلکي د اسلامي نړۍ علماوو يې هم مخالفت کړی دی‌.

  • 16x9 Image

    مسکا ساپۍ

    مسکا ساپۍ په کال ۲۰۱۹ کې له پېښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د ۲۰۲۲ کال راهیسې له پېښور ښاره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره د ازادې خبریالې په توګه کار کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG