د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې له زده کړو تازه فارغه شوې افغانه خپل راتلونکي ته اندېښمنه ده


نور ضیا
نور ضیا

افغانه نور ضیا په پېښور کې په انګلیسي ژبه کې د لیسانس د بشپړولو وروسته اوس بیرته افغانستان ته روانه ده او وايي، نه پوهیږي چې راتلونکی به یې څنګه وي.

د نور ضیا په څېر په لسګونو نورو افغان پیغلو او ځوانانو چې خپلې لوړې زده کړې يې تازه پای ته رسولي، په پېښور کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خپل فراغت ونمانځه.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې کار روزګار کم شوی او د نجونو پر وړاندې د تعليمي او کاري فرصتونو دروازې تړل شوي، ناڅرګند راتلونکی د تازه فارغو شویو افغان محصلینو ګډه اندېښنه ده.

نور ضیا په پاکستان کې پاتې کېدل د حل لار نه بولي او وايي: "دلته ژوند کول خو امکان نه لري ځکه چې څلور کاله زه په ليليه کې وم نو دا ډير سخت دی. څلور کاله زحمت وګاله او بيا راتلونکی کې هيڅ پلان ونلرې او راتلونکى دې د بې باورۍ سره مخ وي."

د نجونو ترڅنګ له لوړو زده کړو تازه فارغ شوي افغان زلمي هم په افغانستان کې د خپل راتلونکي په اړه بې باوره دي.

د ننګرهار ولایت امین الله فیضان په يوه پښه معلول دى، او تازه یې په سياسي علومو کې د ليسانس تر کچې زده کړې بشپړې کړي دي. نوموړی وايي، افغانستان ګونديز سياست نه بلکې ملي سياست ته اړتيا لري.

هغه زیاتوي: "د افغانستان اوسنى وضعیت د يو فارغ شوي افغان لپاره خورا پيچلى او بوږنوونکى دى. زه خپل يو تور راتلونکي سره د افغانستان په لور روان يم."

د فیضان په خبره، نه پخپله او نه هم د طالبانو حکومت د هغه د راتلونکي لپاره څه پلان لري او په وینا یې، په افغانستان کې با تجربه خلک واک نه لري.

د عبدالله شریفي په نوم یو بل فارغ وايي: "زه د اوسني وضعیت نه ډير ناراضه يم ځکه چې يو خو نجونو ته تعليم نشته، بل دا چې نویو فارغينو ته وظيفې نشته."

د محصلينو د دغو انديښنو په ځواب کې په پېښور کې د افغان قونسلګرۍ د فرهنګي چارو مسئول عبدالباري رحماني په افغانستان کې په نوو پروژو کې نارینه افغان فارغینو ته د کاري فرصتونو برابرولو ډاډ ورکړی خو د نجونو په اړوند يې څه نه دي ويلي.

دغو څلويښتو افغان محصلينو په ۲۰۱۹ کال د پاکستان د لوړو زده کړو د کميسيون د بورسونو له لارې په بيلابيلو څانګو کې د ليسانس په برخه کې زده کړه ته لاره موندلې وه.

  • 16x9 Image

    مسکا ساپۍ

    مسکا ساپۍ په کال ۲۰۱۹ کې له پېښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د ۲۰۲۲ کال راهیسې له پېښور ښاره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره د ازادې خبریالې په توګه کار کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG