د لاس رسي وړ اتصالات

چخانسوري: دواړه غاړې لوی اختر کې اوربند ټینګیدو ته تمایل لري


وسله والو طالبانو په تیر کوچني اختر کې له افغان حکومت سره د دریو ورځو لپاره اوربند کړی وو.
وسله والو طالبانو په تیر کوچني اختر کې له افغان حکومت سره د دریو ورځو لپاره اوربند کړی وو.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند محمد هارون چخانسوري، نن د شنبې په ورځ (چنګاښ په ۳۰ مه) کابل کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې د لوی اختر په ورځو کې د وسله والو طالبانو سره د اوربند احتمال رد نه کړ او ویې ویل، چې کیدای شي، چې وسله وال طالبان هم په لوی اختر کې اوربند ته غاړه کیږدي.

ښاغلي چخانسوري وویل " په لوی اختر کې اوربند، د دې لپاره، چې اوربند د افغانستان د خلکو غوښتنه ده، د علماوو غوښتنه ده، د کوچني اختر اوربند یوه بریالۍ تجربه وه او ښه اوربند وو، دواړو خواو کې د اوربند د ټینګیدو لپاره بیا کتنې ته تمایلات شته، د دې امکان شته، چې د اختر په ورځو کې اوربند اعلان شي، خو کله، چې په اړه یې پریکړه وشي، جزئیات به درسره شریک کړو".

د زمري په ۳۱ مه د لوی اختر د رابره کیدو اټکل کیږي. افغان حکومت د روژې د میاشتې د ۲۷ ورځې څخه راهیسې د کوچني اختر وروسته د لسو ورځو پورې وسله والو طالبانو سره یو اړخیز اوربند اعلان کړی وو، خو وسله والو طالبانو بیا یوازې د اختر په دریو ورځو کې د افغان حکومت سره اوربند ته غاړه ایښې وه.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند د وسله والو طالبانو سره تیر اوربند اعلان د جمهور رئیس محمد اشرف غني نوښت ګڼي او وایي، چې ښاغلی غني د اوربند د ټینګیدو په اړه د بهرنیانو او په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو د قوماندانانو سره د سلا مشورو پر ځای د افغان ولس سره مشورې کوي او د هغوی د مشورو او غوښتنو له مخې یې په کوچني اختر کې اوربند اعلان کړی وو.

ښاغلي چخانسوري وویل " کله، چې د افغانستان حکومت پریکړه وکړه، چې اوربند اعلان کړي، مونږ د خپلو نړیوالو همکارانو سره مشوره او یا هم اجازې ته اړتیا نه لرو د خپلو افغانانو سره د ټولنې د بیلابیلو قشرونو سره سلامشورو ته او هم زمونږ دیني عالمانو فرمایش وو او هغسې وشول، د تیر اوربند نوښت د افغان حکومت او شخصآ د جمهور رئیس نوښت وو او که دا ځل هم اوربند کیږي او هیله ده، چې دوامداره شي د جمهور رئیس په نوښت او د افغانستان د خلکو په غوښتنه دی او زمونږ نړیوال شریکان ورڅخه ملاتړ کوي هم د سیمې په کچه او هم په نړیواله کچه د هغوی ملاتړ ضروري دی او شته دی، خو د اوربند د ټینګیدو چې ټینګ شي او که نه د افغانستان خلک پریکړه کوي".

د افغانستان د چارو یو شمیر څیړونکي د امریکا له خوا وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو وړاندیز ته په کتنې دا ګڼي، چې کیدای شي، طالبان به بیا د لوی اختر په ورځو کې له افغان حکومت سره اوربند ته زړه ښه کړي.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د بهرنیو چارو یو پخوانی مامور او د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده هم وايي، چې د اختر په ورځو کې د اوربند ټینګیدو احتمال شته دی.

ښاغلي مژده وویل " البته دا دمخه ده، چې څه وویل شي، خو تر هغه ځایه پورې، چې د حالاتو څخه معلومیږي د امریکایانو له خوا هم ډیر نرمښت شودل شوی دی او دا د طالبانو لپاره کیدای شي تشویقي بڼه ولري، ځکه طالبانو هم دا غوښتل، چې امریکا سره خبرې وشي او امریکایانو هم دا تمایل ښودلی دی.

وحید مژده د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو په اړه د طالب وسله والو د غبرګون د نه څرګندولو په اړه وايي، چې امریکا طالبانو ته لا په رسمي ډول د خبرو وړاندیز نه دی کړی، نو ځکه طالبانو په دې هکله غبرګون نه دی څرګند کړی.

خو وحید مژده ادعا کوي، چې امریکايي چارواکو په کابل او نورو ځایونو کې د طالبانو له استازو سره غیرې مستقیمې خبرې کړي دي.

ښاغلي مژده وویل " کومې خبرې، چې په کابل کې شوې، طالبانو جدي نه وې ګڼلې، خو بیا د قطر څخه هم داسې خبره وشوه، چې امریکایانو داسې سګنالونه ورکړي، چې دوی غواړي له طالبانو سره خبرې وکړي".

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند محمد هارون چخانسوري وايي، چې د سولې خبرې به د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره کیږي.

ښاغلی چخانسوري وايي په دې خبره په نړیواله کچه سل فیصده او په سیمه ییزه کچه تر اویا فیصدو پورې اجماع موجوده ده.

ښاغلي چخانسوري وویل د اجماع هدف دا دی، چې د افغانستان شریکان، ګاونډیان، سیمه، نړۍ په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالات د سولې د خبرو د پیل لپاره د اسانتیاو په برابرولو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG