د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې انلاین لوړې زده کړې پیلیږي


افغانستان کې شاوخوا لس میلیونه خلک انټرنیټ ته لاس رسی لري
افغانستان کې شاوخوا لس میلیونه خلک انټرنیټ ته لاس رسی لري

د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې په افغانستان د لرې واټن څخه د انټرنیټ په مټ د انلاین زده کړو پروګرام یې ترتیب کړی، چې د لوړو زده کړو هغو غوښتوونکو ته به د زده کړو امکان برابر کړي، چې د یو شمیر عواملو له امله یې تراوسه لوړې زده کړې نه دي کړي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند فیصل امین نن د دوشنبې په ورځ ( د سلواغې په ۲۲ مه) کابل کې خبریالانو ته د دغه پروګرام په اړه د معلوماتو د ورکولو پر مهال وویل، چې دا پروګرام د " د افغان ایکس" په نوم ترتیب شوی، چې په انلاین ډول په انټرنیټ کې موندل کیدلی شي.

ښاغلي امین وویل " د افغانستان د انلاین زده کړو لومړی سیستم د " افغان ایکس" (AfghanX) په نوم په انټرنیټ کې موندل کیدلی شي. دا کورسونه د Massive Open Online Courses (MOOCs)) په نوم د الکټرونیکي زده کړو د پروګرام لاندې د لوړو زده کړو د وزارت له خوا ترتیب شوي دي".

که څه هم د نړۍ د نورو برخو په څیر په افغانستان کې هم یو شمیر ځوانانو د انټرنیټ پر مټ د لرې واټن څخه د زده کړو ترلاسه کول له وړاندې تجربه کړي او د نړۍ د متعبرو پوهنتونونو څخه یې د زده کړو اسناد هم ترلاسه کړي، خو دا لمړی ځل دی، چې افغان حکومت دننه په هیواد کې دغسې زده کړو امکانات برابروي.

د دغه پروګرام ګټه داده، چې د انلاین زده کړو غوښتونکي د انټرنیټ له لارې د وخت او ځای محدودیت پرته به په هرځای او هر وخت کې د زیرک موبایل او کمپوټر په واسطه د افغانستان د یو شمیر پوهنتونونو د (MOOC)کورسونه تعقیب کړي.

په افغانستان کې د لوړو زده کړو وزارت له وړاندې په دغه هېواد کې د انلاین زده کړود بهیرتنظیم لپاره یوه لایحه ترتیب کړې ده.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، چې اوس مهال په افغانستان کې ۹.۷ میلیونه خلک انټرنیټ کاروي.

د افغانستان د نفوس له ۶۰ فیصدو زیاته برخه ځوانان دي.په دغه هیواد کې اوږدو جګړو د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو په برخه کې ځوانانو ته ډیر خنډونه رامخ ته کړي دي.

په افغانستان کې د دولتي پوهنتونونو ترڅنګ په زیات شمیر خصوصي پوهنتونه هم فعالیت کوي، چې په دغو دواړو ډولو پوهنتونو کې شاوخوا ۳۵۰ زره محصلین، چې ۲۷ فیصده یې انجونې دي په زده کړو بوخت دي.

اکثره ځوانان شکایت لري، چې په دولتي پوهنتونونو کې د نه ګنجایش او په خصوصي پوهنتونونو کې د زده کړو د لوړ فیس له امله یې د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو هیله نیمګړې پاتې شوې ده.

په افغانستان کې د طب او انجینرۍ پرته په نورو علومو کې زده کوونکو د لیسانس تر کچې زده کړې کولی شوې، خو په تیرو اتو کلونو کې د کابل پوهنتون او یو شمیر نورو دولتي پوهنتونونو په ګډون یو شمیر خصوصي پوهنتونونو هم د ماسټرۍ او دوکتورا په کچو د لوړو زده کړو بهیر پیل کړی دی.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې همدا اوس په دولتي پوهنتونونو کې د ډاکټرۍ درې پروګرامه، د ماسټرۍ ۴۳ پروګرامه او په خصوصي پوهنتونونو کې ۳۲د ماسټرۍ پروګرامونه روان دي.

د لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي، چې د نړیوال بانک په مرسته په دولتي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ۱۱ نور پروګرامونه هم پیل کړي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د وینا له مخې اوس مهال ۳۸۷۵ زده کوونکي په بهرنیو هیوادونو کې د لیسانس او ۲۰۵۶ تنه د ماسټرۍ او ۳۵۸ تنه نور د ډاکټرۍ ترلاسه کولو لپاره په زده کړو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG