د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له اعتیاد سره د مبارزې نوې پالیسي جوړوي


افغانستان کې ۳.۵ میلیونه خلک په مستقیم او یا غیرمستقیمه توګه پر مخدره موادو روږدي دي، چې ۱.۴ میلیونه یې درملنې ته اړتیا لري.
افغانستان کې ۳.۵ میلیونه خلک په مستقیم او یا غیرمستقیمه توګه پر مخدره موادو روږدي دي، چې ۱.۴ میلیونه یې درملنې ته اړتیا لري.

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت چارواکي ايي، په دغه هیواد کې په اغیزمنه توګه د اعتیاد د مخنیوي لپاره، د یوې نوې پنځه کلنې ملي پالیسۍ پر جوړولو یې کار پیل کړی دی.

د دغه وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال جاوید احمد قایم د یکشنبې په ورځ په کابل کې، "د مخدراتو د غوښتنې د کچې راټیټولو سیمینار" په څنډه کې خبریالانو ته وویل، چې د دغې پالیسۍ د اغیزمنتیا لپاره یې له مختلفو دولتي او نړیوالو ادارو سره سلامشورې کړې دي او تر راتلونکې یوې میاشتې به بشپړه شي.

د ښاغلي قایم پر وینا، په دغې پالیسۍ کې د اعتیاد پر ضد د اغیزمنې مبارزې لپاره په څلورو برخو کې لکه، عامه پوهاوی، وقایه، درملنه او له درملنې وروسته معتادینو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخو کې کار کیږي.

ښاغلي قایم وویل "آګاهي به څنګه کوو، مکاتبو او پوهنتونونو ته به څنګه رسیږو. مخنیوی به څنګه کوو، په دې برخه کې ورزش، د علماء رول او دا چې څه ډول له اعتیاد څخه د ځوانانو مخه ونیسو. تداوي به څنګه کوو، د تداوۍ مختلفې نمونې اوس په دنیا کې موجودې دي، په نړیواله کچه ښې تجربې شوې دي، څنګه ترې په افغانستان کې استفاده وکړو، له دغو څخه یوه یا دوه تګلارې انتخابوو او په اخري قدم کې چې یو ځل تداوي وشي له هغې وروسته هغو کسانو ته چې درملنه یې شوې څه ډول خدمات ورسوو، دا پالیسي پر دغو برخو باندې خبرې کوي".

له دې مخکې افغانستان د مخدره موادو د غوښتنې د کچې راټیټولو او د اعتیاد د مخنیوي څلور کلنه پالیسي درلوده، چې د ښاغلي قایم پر وینا، دغه پالیسي اوس زړه شوې او په نوې پالیسۍ کې به د اوس وخت اړتیاو ته په کتو د اعتیاد پر ضد مبارزه وشي.

د دغه وزارت د شمیرو له مخې دا مهال په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه خلک په مستقیم او یا غیرمستقیمه توګه پر مخدره موادو روږدي دي، چې له دې شمیرې ۱.۴ میلیونه یې بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري.

د ښاغلي قایم پر وینا په افغانستان کې د معتادینو د درملنې شاوخوا ۱۱۰ روغتیايي مرکزونه فعالیت کوي، چې په یو کال کې د ۴۰زرو معتادینو د درملنې ظرفیت لري.

هغه زیاته کړه، چې د دغو مرکزونو د ظرفیت د لوړولو لپاره هڅې روانې دي، تر څو په یو کال کې د پنځوس زره معتادینو درملنه وکړي.

XS
SM
MD
LG