د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: د نورو هیوادونو د اهدافو لپاره باید د افغانانو وینه تویه نشي


افغان حکومت د سوریې په جګړه کې د دوه زره افغانانو د وژل کیدو په غبرګون وايي، چې د نورو هیوادونو د اهدافو لپاره باید د افغانانو وینه تویه نشي.

تیره ورځ د شرق په نوم یوې ایرانۍ ورځپاڼې د 'فاطمیون لښکر' د فرهنګي چارو د مسولینو په حواله لیکلي، چې له دوه زره څخه زیات افغانان د سوریې په جګړه کې وژل شوي او ۸ زره نور ټپيان شوي دي.

د 'فاطمیون لښکر' په ایران کې له هغو افغانانو څخه جوړ پوځي ډلګی دی، چې د ایران حکومت له خوا په سوریې کې د بشارالاسد په پلوي جنګول کیږي.

د دغه ډلګي د فرهنګي چارو مسول ویلي "دغه شمیر افغانانو له اسلام څخه ځانونه قُرباني کړي".

خو د افغان ولسمشر د ویاندویانو د دفتر سرپرست شاه حُسین مرتضوي امریکا غږ اشنا ته وویل "لکه څنګه چې مو په وار وار په افغانستان کې له هرډول نیابتې جګړې سره خپل مخالفت اعلان کړی، دغه راز مو په نورو هیوادونو کې هم له نیابتي جګړې سره مخالفت اعلان کړی او باید د هیواد د بچیانو وینه د یو شمیر هیوادونو د توسعه غوښتونکو اهدافو او مقاصدو لپاره تویه نشي".

په همدې حال کې د افغانستان اجرائيه ریاست وايي، چې دوی دا مسله له نږدې څخه څاري او ټینګار کوي، چې هیوادونه دې په نیابتي جګړو کې د افغان مهاجرینو له کارولو څخه ډډه وکړي.

د اجرائيه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل امریکا غږ آشنا ته وویل، چې د افغانستان حکومت له افغان مهاجرینو څخه د پوځي او سیاسي موخو لپاره ګټه اخیستنه مردوده ګڼي او د دغې لړۍ د پای ته رسولو لپاره یې هڅې یې پیل کړې دي.

هغه وویل "موږ دا مسله د بهرنیو چارو وزارت او نورو اړوند ادرسونو څخه، له دغو هیوادونو او همدا راز د نورو مسولو نړیوالو بنسټونو سره شریکه کړې ده، موږ دا مسله له نږدې څخه څارو".

ښاغلي فیصل زیاته کړه، له هغو افغانانو سره چې په ګاونډیو هیوادونو کې مهاجر دي باید د نړیوالو قوانینو مطابق عمل وشي او له حقونو څخه یې دفاع وشي.

XS
SM
MD
LG