د لاس رسي وړ اتصالات

میدان وردګ کې د افغان هوايي ځواک هلیکوپټر لوېدلې


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواک یوې MI 17 ډوله هلیکوپترې د تخنیکي ستونزو له امله سقوط کړی دی.

دفاع وزارت نن چهارشنبه جون نهمه (غبرګولې ۱۹) رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې ویلي چې دغه پېښه تیره شپه رامنځته شوې ده.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې د هلیکوپټرې د سقوط پېښه کې د پرواز درې تنه عمله وژل شوي او یو بل تن ټپي شوی چې د درملنې لپاره مرکز ته انتقال شوی دی.

دفاع وزارت زیاته کړې: "تیره شپه د میدان ورګو ولایت په "جغتو" ولسوالۍ کې د هېواد د هوایي ځواک یوه هلیکوپټر د تخنیکي او فني ستونزو له کبله سقوط شوې ده."

خو وسله والو طالبانو بیا ادعا کړې چې د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې دغه هلیکوپټر د دوی لخوا سقوط شوې ده.

طالبانو ادعا کړې چې یادې هلیکوپټرې په جغتو ولسوالۍ کې افغان سرتیرو ته اکمالات کول چې د دوی له خوا ویشتل شوې ده.

له تیرو څو ورځو د میدان وردګ ولایت له جغتو، نرخ او ځینو نورور ولسوالیو د جګړو راپورونه ورکول کیږي.

په تیر ۱۳۹۹ کال کې په هلمند او بغلان ولایتونو کې هم د افغان پوځي دوو هلیکوپټرو د چارواکو په وینا د تخنیکي ستونزو له امله سقوط کړی و.

XS
SM
MD
LG