د افغانستان په ختیځ د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې د اهل هنود او سیکانو شاوخوا سل کورنۍ ژوند کوي، چې د پولیو ضد واکسین په هره دوره کې له پنځو کلونو ښکته خپلو ټولو ماشومانو ته د واکسین ورکوي.
د جلال آباد ښاراهل هنود او سکهان وایي چې د پولیو له مرګونې ناروغۍ وېره لري او هڅه کوي چې ماشومان یې په هیڅ ډول له پولیو ضد واکسین بې برخې پاتې نه شي.
جلال آباد مېشت هندوان وایي دوی د واکسین په پلي کېدو او د پولیو ناروغۍ پرضد مبارزه کې دعامې ورغتیا ریاست سره مرسته کوي او په دېمبارزه کې ځان شریک بولي.
اقبال سنګ وایي" هو مخکې وخت کې راغلي وو یو یوه نیمه میاشت مخکې راغلي وو ماشومان یې واکسین کړل،پولیو واکسین ښه شی دی چې باید هر یو سړی خپل ماشوم ته وکړي ځکه داخو له یو مرض نه بچ کوي انسان،ځیني خلک چې واکسین نه کوي حتماً نه پوهېږي او په دې اړه معلومات ورسره نشته،ددې لپاره چې ماشومان دآینده لپاره ښه شي دپولیو واکسین په دې خاطر کوو،هرځل چې راځي موږ دپولیو واکسین کوو."
میرسنګ خوګیانیوال په جلال آباد کې دهندوانو او سکهانو مشر دی د ننګرهار ولایت له مېشتو خلکو غواړي چې خپل ماشومان دپولیو واکسین په هره دوره کې واکسین کړي.
میرسنګ وویل "هرکال راځي سږکال هم راغلي وو ټولوماشومانو ته واکسین کوي اوس هم راغلي وو،وخت په وخت راځي موږ ته دواکسینو کوم مشکل نه شته ،ماشومان مو له واکسینه نه پاتې کېږي،موږ له خلکو دا غواړو چې خپل ماشومان واکسین کړي،که واکسین نه کړي فلج کېږي."
دننګرهار عامې روغتیا ریاست هم پردې ټینګار کوي چې دهندو او سک اقلیتونو مرستې د پولیو واکسین په ترسراوي کې ګټورې دي.
دعامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مشر ډاکټر جان محمد صاحبزاده امریکا غږ ته وویل "زمونږه دټولنې مهمه برخه ده موږ سره ډېره زیاته همکاري کوي،حتی موږ یوځل مراسم ددوی په عبادتګاه کې یا درمسال کې نیولي وو دوی ډېر رول لري ددوی ماشومان دي په ټولو سیمو کې په افغانستان کې."
په ننګرهار کې دعامې روغتیا ریاست د پولیو پرضد واکسین ډېر ځله د اهل هنودو او سیکانو له مرکزي درمساله پیلوي او موخه یې خلکو ته د پولیو پرضد دعامه پوهاوي ورکول دي.