د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کډوال دې له پاکستان نه د تګ امادګي ونیسي- زردشت


پاکستان افغان کډوالو ته یوه میاشت ورکړې چې ووخي
پاکستان افغان کډوالو ته یوه میاشت ورکړې چې ووخي

په پاکستان کې د افغانستان د سفارت مرستیال زردشت شمس وايي د پاکستان حکومت لا دوی ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه رسمي خبر نه دی ورکړی.

ښاغلي شمس وویل دوی له پاکستاني چارواکو، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو دعالي کمېشنرۍ او نورو اړوندو ادارو سره خبرې کړي چې د اسلام له لوري ورکړل شوې د یوې میاشتې موده نوره هم وغزول شي.

خو هغه وویل"دا په دې مانا ده چې راتلونکې کې به ستونزې زیاتې وي، زموږ کډوال باید امادګي ولري هم ذهنا او هم نوره امادګي ونیسي چې بېرته وطن ته تګ شته".

ښاغلي شمس وویل چې د پاکستان له لوري د یوې میاشتې مودې ورکول عملي نه دي. نوموړي وویل "دا د افغان حکومت لپاره هم یوه ستونزمنه پروسه ده چې په یوې او دوو میاشتو کې دومره ډېرو کډوالو ته سرپنا او د ژوند نور امکانات برابر کړي، خو هڅه به وکړي چې راستنېدونکو ته تر هر څه مخکې سرپنا برابره کړي".

پاکستان څو ورځې مخکې افغان کډوالو ته یوه میاشت وخت ورکړ چې له دغه هېواده ووځي.

له افغان ډیپلومات زردشت شمس سره د جعفر هاند پوره مرکه دلته واورئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:10:33 0:00

XS
SM
MD
LG