په لوګر ولايت کې د يوې راډيو مسوول مدير وايي، دمخه تر دې چې کوم څه خپاره کړي، بيا يې ګوري، ترڅو ډاډمن شي چې د طالبانو او ددې ډلې د نشراتي تګلارو سره په ټکر کې نه وي.
د خپرونو د محتوا سخته ارزونه یو له هغو بدلونونو څخه دی چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمن کیدو وروسته د افغان خبریالانو په کاري بهیر کې الزامي شوی دی.
دغه افغان خبريال چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي شاوخوا ۱۰ کاله یې په رسنيو کې کار کړى او اوس په لوګر کې د يوې راډيو مسوول مدير دى.
هغه وویل: "موږ په ویره کې کار کوو... ورځني خبرونه چې برابروو – دویم دریم لاس خبرونه ځکه چک کوو چې ویره لرو چې خدای مکړه داسې نه وي چې د شته نظام سره په ټکر کې راشو – موږ ته مشکلات جوړ کړي، رسنۍ ته او زمونږ همکارانو ته یې جوړ کړي."
له هغه وخته چې درې کاله وړاندې طالبان په افغانستان کې بیا واکمن شول، دوی پر رسنیو کنټرول سخت کړی او پر رسنیو یې بندیزونه زیات کړي دي. خو ټول قوانین په واضح ډول تنظیم شوي ندي، او خبریالان د خپل سري توقیف یا جواز لغوه کیدو له خطر سره مخ دي.
د جنوبي اسيا د خبريالانو د ټولنې او د خبريالانو د فورم د افغانستان د برخې مشر ګل محمد ګران وایي چې: د طالبانو لخوا د رسنیو "سیسټماتیک ځورونه" پدې معنی ده چې "د خبریالانو لپاره دا اسانه نه ده چې خلکو ته خبرونه او معلومات چمتو کړي."
په لوګر کې ددې رسنۍ مسول مدیر وویل: "مثلا امنیتي پیښه کیږي یا سیاسي تغیر رامنخ ته شي یا یوه بله موضوع رامنځ ته کیږي یا د ولسوالۍ خلګ نیوکه کوي ای غږ پورته کويپه ټوله معنی باندې خصوصا د دوی د استخباراتو د ادارې لخوا ممانعت شتون لري. او اجازه نه ورکول کیږي چې خبریالان هغه ستونزې انعکاس کوي."
د بې سرحده خبریالانو سازمان وايي، بندیزونو په افغانستان کې د مطبوعاتو ازادي د پام وړ کمه کړې ده.
د بې سرحده خبريالانو له خوا د مطبوعاتو د ازادۍ د نړيوال شاخص له مخې افغانستان د خبريالانو لپاره د تر ټولو بد هېواد په کتګورۍ کې ځای کړای شوی دی. د دغه سازمان په راپور کې چې «په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ شاخص – په ۲۰۲۴ کال کې تر سیاسي فشار لاندې ژورنالیزم» تر سرلیک لاندې خپور شوی، افغانستان د مطبوعاتو د ازادۍ له اړخه په ۱۸۰ هېوادونو کې ۱۷۸ ځای خپل کړی دی.
افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې، مخکې له دې چې طالبانو واک تر لاسه کړي، د بې سرحده خبریالانو د مطبوعاتو د ازادۍ په شاخص کې ۱۲۲م ځای درلود.
د طالبانو ویاند پدې اړه د غبرګون لپاره د امریکاغږ غوښتنې ته ځواب ونه وایه. خو طالبانو دمخه ویلي وو چې که رسنۍ د قوانینو او اسلامي ارزښتونو پیروي وکړي نامحدوده ازادي اړ د حکومت ملاتړ به ولري.
د خبریالانو کمښت
لوګر د نورو ولایتونو په څېر د مالي او سیاسي ستونزو له امله د خبریالانو په شمېر کې له کموالي سره مخ دی.
د راډيو دغه خبريال وویل، په لوګر ولايت کې يوازې ٣٠ نارينه خبريالان شته چې په پنځو نادولتي راډيوګانو کې کار کوي. دا شمیره د ۲۰۲۱ کال په پرتله پنځوس سلنه کموالی ښیې.
دا کمښت یو بهیر دی چې په ټول افغانستان کې لیدل کیدی شي. د بې سرحده خبریالانو د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو درېیو میاشتو کې ۴۳ سلنه رسنۍ وتړل شوې او د رسنیو ۱۲ زره کارکوونکو څه دپاسه دوه پر درېیمه برخه دندې له لاسه ورکړې. ښځینه خبریالانې د هغو کسانو په ډله کې دي چې تر ټولو زیات ځپل شوي دي.
یوازې یو څو ښځینه خبریالانې د مقرراتو په رعایت کولو چې دوی باید خپل مخونه په تلویزیون کې پټ کړي او له شرعي محرم پرته سفر ونه کړي، په دې مسلک کې پاتې دي.
یوې خبریالې او په افغانستان کې د رسنیو د څار د یوې ډلې غړې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله وویل، سربیره پردې، ښځې رسمي سرچینو ته له لاسرسي څخه منع دي. ځینو ویلي چې ښځینه خبریالانې خبري کنفرانسونو او دولتي ودانیو ته د ننوتو اجازه نه لري.
د راډيو دغې خبريالې ویلي، چې د هېواد په ډېرو ولايتونو په تېره بيا په سوېلي او ختيځو ولايتونو کې ښځينه خبريالانې نشته. هغې زیاته کړه، د طالبانو سختو بندیزونو د اقتصادي ستونزو ترڅنګ ښځو ته په رسنیو کې کار کول ستونزمن کړي دي.
د ګواښونو او نیونو دوام
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د واکمن کیدو وروسته یو زیات شمیر خبریالان له افغانستانه وتلي دي. هغه کسان چې اوس هم په هیواد کې کار کوي دا کار د ډیر فشار لاندې ترسره کوي.
په تېرو څو مياشتو کې د خبريالانو د وژل کېدو کومه پېښه نه ده ثبت شوې. خو د خبریالانو ګواښل، نیول او فشارونه دوام لري او خبریالان د ویرې په ډک چاپیریال کې کار کوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۱۸۱ رسنیزې سرغړونې ثبت کړي، چې ۱۳۳ ګواښونه، د یو شمېر جوازونو ځنډول او ۴۸ مورده نیول په کې شامل دي.
خو د رسنیو دغې څارونکې ادارې ویلي چې د طالبانو د واکمنۍ په درېیم کال کې مثبت بدلون د خبریالانو پر وړاندې د هدفي بریدونو په شمېر کې کموالی دی.
د خبریالانو لپاره د مشخصو پالیسو نشتون
د افغان رسنیو د ستونزو یوه برخه د رسنیو په برخه کې د روښانه پالیسیو نشتوالی دی.
په افغانستان کې د واک له ترلاسه کولو یوه میاشت وروسته طالبانو په افغانستان کې رسنیو ته ۱۱ فرمانونه صادر کړل چې د کتونکو او خبریالانو په وینا د خبرونو او معلوماتو د کنټرول او سانسورولو لپاره د طالبانو پلان و.
د طالبانو ویاند څو څو ځله ویلي، چې د تېر حکومت د وخت د رسنیو قانون لا هم نافذ دی.
خو په کابل کې یو خبریال چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي امریکا غږ ته وویل چې طالبان د خپلو رسنیزو پالیسي په اړه روښانه نه دي.
دغه خبریال وویل: "دا چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې کار کول خورا ستونزمن کار دی، دلیل یې دادی چې هیڅ قانون نشته. د یو خبریال لپاره دا ستونزمنه ده چې پوه شي چې طالبان به د محتوا په اړه څه ډول غبرګون وښيي، ځکه چې د طالبانو ډیر شمیر دفترونه له رسنیو سره برخورد کوي."
د بې سرحده خبریالانو سازمان هم د رسنیو په وړاندې د واضحو پالیسیو نشتوالی د خبریالانو عمده ستونزه بللې ده.
دغه سازمان وايي: "وضعیت په ځانګړې توګه د هغو خبریالانو لپاره چې د حکومت له بېلابېلو برخو څخه زیاتې لارښوونې ترلاسه کوي، مغشوشونکی دی."
د بندیزونو سره سره، د سویلي آسیا د ژورنالیستانو د ټولنې او د ژورنالیستانو د فورم د افغانستان څانګې مشر ګل محمد ګران وایي چې رسنۍ لاهم "مثبت نفوذ" لري او د سیمه ایزو او نړیوالو پیښو په اړه د عامه پوهاوي لامل کیږي.
هغه وویل، "حتی د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د دې ټولو محدودیتونو سره سره، زه فکر کوم چې دا مهمه ده چې رسنۍ خپل کار ته دوام ورکړي."
په لوګر ولایت کې د دې راډیو خبریال هم هیله لري چې د رسنیو وضعیت به ښه شي.
هغه وويل: "موږ دلته په افغانستان کې يو. موږ د تګ لپاره بل ځاى نه لرو او موږ به دوام ورکړو."
فورم \ دبحث خونه