د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د افغان کارګرانو مشکلاتو ته جدي پاملرنه کیږي


بلوچستان کې د ډبرو سکرو د کان افغان کارګر
بلوچستان کې د ډبرو سکرو د کان افغان کارګر

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې افغان جنرال قونسل وحید الله مومند وايي د پاکستان په کانونو کې د افغان کارګرانو د مشکلاتو مسله ډیره مهمه ده او جدي پاملرنه ورته کوي.

ښاغلي مومند وویل، دا موضوع یې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له دفتر، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د بلوچستان له سترې محکمې سره شریکه کړېده او ټاکل شوېده په نږدې وختونو کې په دې اړه یو وکیل وټاکل شي.

د پاکستان د ډبرو سکرو په کانانو کې په کار یو شمیر بوخت افغان کارګران وايي که څه هم دوی په سختو شرایطو سره کار کوي خو د مرګژوبلې پرمهال له خپلو قانوني حقونو بې برخې پاتې کیږي.

رفیع الله چې د افغانستان د زابل ولایت اوسیدونکی دی وايي د تیرو نهو کلونو راهیسې خپلو اولادونو ته د نفقې د برابرولو لپاره اړ دی د بلوچستان د ډبرو سکرو په کانونو کې ډیر ستونزمن کار وکړي.

هغه وايي:" که څه هم د سږ کال په جنوري میاشت کې زما ۱۴ ملګرو په کانونوکې د کار پرمهال ژوند له لاسه ورکړ خو اړ یو چې د ژوند د تیرولو لپاره دا ستوزمن کار وکړو."

د راپورونو له مخې، په ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان په کانونو کې ۱۶۴ کارګران د کار پرمهال وژل شوی دي چې اکثریت یې افغانان دي.

په داسې حال کې چې د پاکستان د ډبرو سکرو په کانونو کې په زرګونه افغانان کار کوي خو دوی ته د مرګژوبلې پرمهال هغه امتیازات نه ورکول کیږي چې پاکستاني اتباع یې ترلاسه کوي.

د پاکستان د کارګرانو د ټولنې مشر سلطان الله هم دا مني او وايي هغه افغانان چې د ډبرو سکرو په کانونو کې د کار پرمهال وژل کیږي او یا هم ټپي کیږي د پاکستاني اتباعو په شان مالي مرستې ورسره نه کیږي.

د پاکستان په کانونو کې د کارګرانو د وژل کیدو یو ستر علت د کارګرانو د خوندیتوب د نړیوالو قوانینو نه مراعت ښودل شوی دی.

بلوچستان کانونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00

XS
SM
MD
LG