د لاس رسي وړ اتصالات

د جګړو زیاتیدو د افغانستان د تاریخي ابداتو د ویجاړیدو په اړه اندیښنې زیږولي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

په افغانستان کې د جګړو له زیاتېدو سره هم مهاله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دغه هیواد کې د تاریخي ابداتو د ویجاړېدو او تاریخي اثارو د غلا کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر د چهارشنبې په ورځ جون ۲۳ (چنګاښ دوهمه) په یوه مطبوعاتي غونډه کې له خلکو وغوښتل چې خپلو سیمو کې د تاریخي ابداتو او فرهنګي مراثونو ساتنه وکړي.

ښاغلي زهیر وویل: "د ولسوالیو د لاس په لاس کېدو سره د تاریخي ابداتو او فرهنګي مراثونو په اړه یو لړ اندېښنې شته. زه په ټول هیواد کې د افغانستان له عزتمند ولس او په ځانګړي ډول د نا امنه سیمو...له اوسېدونکو غواړم چې زموږ سره همکاري وکړي. "

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وویل چې مافیايي ډلې او قاچاقبران په کمین کې ناست دي چې له رامنځته شوي وضعیت څخه په استفادې د دغه هیواد تاریخي اثار غلا کړي.

محمد طاهر زهیر زیاته کړه چې د تیرو ۴۰ کلونو تجربو ښودلې چې په افغانستان کې د جګړو له زیاتېدو سره « د تاریخي ابداتو د تخریب او تاریخي اثارو د قاچاق په اړه د مافیايي ډلو فعالیتونه زیاتیږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د څو اونیو راپدېخوا طالبانو په کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، میدان وردګ، غزني، فاریاب، بلخ، بغلان، سمنګان، تخار، کندز، لوګر، جوزجان، پکتیا، بدخشان، پروان او ځینو نورو ولایتونو کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

طالبانو ادعا کړې چې په دې وروستیو کې له افغان حکومت څخه لسګونه ولسوالۍ نیولي، خو د افغانستان دفاع وزارت بیا بیرته د ځینو د ولسوالیو د نیولو خبر ورکړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ مشرۍ تیره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل چې طالبانو د تیرو دوو میاشتو راپدېخوا ۵۰ ولسوالۍ نیولي دي.

وسله والو طالبانو نن چهارشنبه هم د څلورو ولسوالیو د نیولو ادعا کړې ده.

XS
SM
MD
LG