د لاس رسي وړ اتصالات

په جلال آباد کې د موسیقۍ د هنرمندانو د بازار سړیدل


د افغانستان په ختیځ کې د موسیقۍ پروگرامونه راکم شوي او هنرمندان د خپلې راتلونکې په هکله اندیښمن دي.
د افغانستان په ختیځ کې د موسیقۍ پروگرامونه راکم شوي او هنرمندان د خپلې راتلونکې په هکله اندیښمن دي.

د افغانستان په ختیځ په ځانگړې توگه په ننگرهار کې چې د موسیقۍ د هنر لرغونتوب یې له پیړیو اوړي، هنرمندان او سندرغاړي د بې روزگارۍ او د موسیقۍ د بازار د سړیدو خبره کوي.

د افغانستان د موسیقۍ لږ تر لږه تیرو اته نهه لسیزو ته په کتلو سره کیلوالي موسیقي چې د ولسونو له زړه راوتلې ده، د هیواد د اصیلې موسیقۍ په پرمختیا او ودې کې ستر رول لوبولی دی.

ننگرهار چې د هیواد په کچه د موسقۍ او ټنگ ټکور د نامتو او پیاوړو استادانو او هنرمندانو زانگو وه، د ملنگ جان، استاد ایوب، استاد زاخلیل، قمر گلې، نعمت الله، منور، رحیم غمزده، سیدعلم او په لسگونو نورو هنرمندانو په شان استادان یې په خپله غیږ کې روزلي دي چې نه یواځې په محلي بلکې په ملي کچه شهرت ته رسیدلي دي.

نن چې د ننگرهار، کونړ او لغمان په ولایتونو کې شاو خوا سل پیژندل شوي سندرغاړي هنري فعالیتونه کوي او د سیمې د اوسیدونکو د خوښیو او ښادیو په مراسمو او محفلونو کې برخه اخلي وایي چې د خپل معشیت لپاره یې دا کسب و کار غوره کړی.

دوی وایي د نوي حکومت په رامنځ ته کیدو سره د افغانستان په ختیځ کې د موسیقۍ پروگرامونه راکم شوي او دې کار هغوی د خپلې راتلونکې په هکله اندیښمن کړي دي.

د ختیځ زون په هنرمندانو کې په لسگونو داسې سندرغاړي هم شته چې د ژمي په موسم کې په ختیځو ښارونو او د اوړي په فصل کې په پلازمینه کابل کې هنري فعالیتونو پرمخ بیایي.

کبيرهاشمي نومی هنرمند چې له کابل څخه د جلال آباد ښار ته راغلی او ١٥ کاله وړاندې یې د موسیقۍ هنر له خپل کاکا څخه زده کړی دی د موسقۍ د هنرمندانو د ستونزمن حالت په هکله اندیښمن دی.

ښاغلی هاشمي وایي " په دې موسیقۍ کې چې مونږ خورا زیات زیار گاللی دی، تر کومه به زمونږ داسې حال وي. د استادانو شاگردي مو کړې ده، زخمتونه مو ایستلي دي، مگر زمونږ کار ډیر خراب شوی دی."

نوموړی د خپل عاید نه سر ټکوي او وایي " هنرمندان مو لس روپیو ته اړ دي."

یو بل سندرغاړی طاهر آصفي دی چې شل کاله وړاندې یې د موسیقۍ هنر ته مخه کړې ده. هغه د موسیقۍ د اوسني وضیعت نه داسې سر ټکوي " زمونږ هنر ډیره ښه وده درلوده، زمونږ خلکو ډیر خوښاوه، مونږ یې هڅولو. دوه کاله کیږي چې زمونږ هنر ورو ورو د زوال په لور روان دی. خلک زمونږ هنر ته زړه نه ښه کوي، دمخه زمونږ محفلونه وو د میاشتې لس، شل پروگرامه کیدل. اوس دوه کاله یا یو نیم کال کیږي چې په میاشت کې یو پروگرام هم نه وي."

سندرغاړي وایي د ناامنیو زیاتیدل او د خلکو روحي ستونزې د دې سبب شوي چې د خوښې محفلونه کم شي او د خلکو مینه ورسره راکمه شي.

پرويز یو بل هنر مند دی چې یواځې د ښاري سیمو په هنري محفلونو کې گډون کوي، وایي له خپلې دندې څخه ناراضه دی " که دا کار همداسې وي نو مونږ مجبور یو چې د خپل کسب نه لاس په سر شو، هنر پریږدو او یو بل کار و بار پرمخ بوزوو."

د دې هنرمندانو اکثریت په ظاهره د امنیتي ستونزو او د خلکو د روحي ستونزو خبره کوي، خو کارپوهان وایي که څه هم چې نا امني د ټولو ټولنیزو فعالیتونو په وړاندې ستر خنډ دی، خو تر څنگ یې نوې کلتوري ځانگړتیاوی او د نویو فکري مکتبونو انگیرنې او کړنې هغه لاملونه دي چې نه یواځې پر موسیقۍ او هنر بلکې پر نورو ټولنیزو دودونو او فعالیتونو یې اثر کړی دی.

په داسې حال کې چې د رپوټونو له مخې په ننگرهار کې په ځانگړې توگه په جلال آباد کې د موسیقۍ د کسیتونو د پلورلو اکثر دکانونه تړل شوي دی، کارپوهان د تیرو څلورو لسیزو جگړو، شخړو او ناخوالیو، او همداشان سیاسي، فکري او ایډیالوژیکو بدلونونو ته گوته نیسي او وایي په هیواد کې د یو ثابت، واحد او غښتلي نظام نه شتون ددې سبب شوی چې د اقتصادي او امنیتي نیمگړتیاو ترڅنگ د هیواد معنوي او کلتوري ارزښتونه هم اغزمن او خنډني شي.

XS
SM
MD
LG