د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني په کوربتوب د سولې 'بین الافغاني' غونډه جوړیږي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی وايي، ټاکل شوې د دغه هیواد په کوربتوب د افغان سولې په اړه بین الافغاني مذاکرات او غونډه وشي.

مارکوس پوتزیل تېره د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره لیدنه کې ویلي، چې د یادې غونډې له جوړېدو څخه یې هدف د افغان سولې له بهیر او بین الافغاني مذاکراتوو سره مرسته کول دي.

ښاغلي پوتزیل ویلي، جرمني هڅه کوي، چې یاده غونډه له مخکنیو غونډو څخه په متفاوت او ښه توګه تر سره کړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي که څه هم د دغه غونډې د جوړېدو د نېټې په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې ده، چې دی به په کابل کې د دې غونډې د موثریت په اړه د افغان حکومت او خلکو نظرونه واوري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د دوشنبې په ورځ د «مرغومې پر ۳۰مه» ویلي، چې د ملي امنیت شورا سلاکار له مارکوز سره په جرمني کې د جوړېدونکي بین الافغاني غونډې په اړه خبرې وکړې.

فیصل زیاته کړه:"د ملي امنیت شورا سلاکار د المان له ځانګړي استازي سره د افغانستان پر سوله خبرې وکړې او دا چې څه ډول ممکنه ده چې د المان په کوربتوب د بین الافغاني ډایلاګ راتلونکې ناسته د سولې لپاره مؤثره تمامه شي."

حمدالله محب له مارکوز پوتزیل سره د لیدنې پرمهال
حمدالله محب له مارکوز پوتزیل سره د لیدنې پرمهال

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ټینګار کړی، چې له دغه ناستې څخه باید ښه ګټه پورته شي.

تر دې مخکې ټاکل شوې وه چې د چین به کوربتوب هم د افغان سولې په اړه بین الافغاني غونډه تر سره شي، خو د ناڅرګندو لاملونو له‌مخې ځنډېدلې ده.

د جرمني ځانګړي استازي وړمه ورځ هم په کابل کې له یو شمېر افغان سیاسیونو سره هم د راتلونکي بین الافغاني غونډې په اړه خبرې کړي وي.

دا به د افغان سولې په اړه څلورمه غونډه وي چې تر سره کېږي تر دې مخکې دوې بین الافغاني غونډې په روسیه او یوه هم په قطر کې تر سره شوې وه.

په هغه بین الافغاني ناسته کې همدرانګه په افغانستان کې سولې ته د رسېدو په هدف د نورو ورته غونډو پر جوړېدو باندې ټینګار شوی و.

بلخوا د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې الیس ویلز پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغان سولې پر بهیر د بحث لپاره په څلور ورځني سفر پاکستان ته تللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې امریکايي او طالب استازي د افغان سولې په اړه خبرو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG