د لاس رسي وړ اتصالات

د لوګر مدني فعالان د امنیت په هدف خوندي ځای ته انتقال شوي ـ ملي امنیت


د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د لوګر ولایت دوه تنه مدني فعالان موسی محمودي او احسان الله حمیدي یې هغوی ته د متوجه ګواښوونو له امله خوندي ځای ته انتقال کړي دي.

ګارډین ورځپاڼې روانه میاشت د یادو کسانو له قوله د لوګر ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې د زده کوونکو د جنسي ځورونې په اړه راپور ورکړ.

یاد راپور چې پراخ غبرګونونه یې راوپارول، د افغانستان د پوهنې وزارت یې د سپیناوي په اړه څېړنې پيل کړې.

پوهنې وزارت په دې اړه تر درې ورځنیو څېړنو وروسته دغه راپور غلط و باله او د لوګر ولایت په ښوونځیو کې د جنسي ځورونې په اړه یې یاد راپور تشه ادعا وبلله.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست هم د سې شنبې په ورځ د نومبر پر ۲۶مه«لېندۍ۵مه» په یوې اعلامیې ویلي، چې‌ د یادو مدني فعالانو د وینا له‌مخې هغوی دغه کار په یو بهرني هېواد کې د پناه اخیستلو په هدف کړی دی.

د ملي امنیت په بیان کې راغلي:"بدبختانه د ښاغلي موسی محمودي له خبرو څخه معلومېږي، چې د هغه څېړنې هېڅ مدرک، ثبوت او شواهد نه لري، په غیر مسلکي توګه یې، د جنجال رامنځته کولو او تر هغه وروسته په بهرني هېواد کې د خپلې کورنۍ لپاره د پناه اخیستلو په هدف کړي دی."

ملي امنیت ویلي، چې د افغانستان له درنو جرمنو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له نوموړي څخه په دې اړه څېړنې کوي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست لخوا رسنیو ته په لېږل شوې ویډيو کې خپله موسی محمودي او ورسره ملګری یې هم خپلې څېړنې ناسمې او نا تکمله بولي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم پرون دوشنبه په ارګ کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالې د مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت کې وینا که څه هم د چا نوم یاد نه کړ، غیر مستقیم وویل، چې ځینې کسان په بهر کې د پناه غوښتنې په هدف د افغانستان د خلکو پر حیثیت باندې تېری کوي.

ښاغلي غني وویل: "موږ قضیې لرو، چې په څرګنده هدف دادی، چې یو څوک غواړي په بهر کې پناه واخلي."

بلخوا د بخښنې نړیوال سازمان او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د اندېښنې په ښودلو ویلي، چې یاد کسان د تېرې پنجشنبې په ورځ په کابل ښار کې کې د ملي امنیت لخوا نیول شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان له یادو کسانو سره د ملي امنیت عمومي ریاست د چلند په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره له افغان څخه د یادو کسانو د ژر تر ژره خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG