د لاس رسي وړ اتصالات

ولسې جرګې د ۱۳۹۷ مالي کال بودیجه تصویب کړه


ولسي جرګې وړاندې د ۱۳۹۷ مالي کال بودیجه رد کړې وه.
ولسي جرګې وړاندې د ۱۳۹۷ مالي کال بودیجه رد کړې وه.

ولسي جرګې غړو نن د چهارشنبې په ورځ د رایو په اکثریت د ۱۳۹۷ مالي کال بودیجه چې څه باندې ۳۳۷ ملیارده افغانۍ کیږي په خپله عمومي غونډه کې تصویب کړه.

د افغانستان په نوې بودیجه کې ۲۲۶ میلیارده افغانۍ عادي او نږدې ۱۱۱ میلیارده افغانۍ د انکشافي بودیجې لپاره په پام کې نیول شوي دي.

د بودیجې د تصویب پر مهال په ولسي جرګه کې ۱۵۸ وکیلان حاضر وه، چې یوازې دیرش تنو د بودیجې د رد لپاره خپلې رایې وکارولې.

د افغانستان د ولسي جرګې ریس ، عبدالروف ابراهیمي ، د نن ورځې د عمومي جلسې د رایو پایله داسې اعلان کړه"د ۳۰ سرو کارتونو په استثنی په اکثریت رایو پریکړه وشوه".

دا بودیجه د لیندۍ میاشتې په ۲۲ ورځ د مشرانو جرګې له تصویب وروسته ولسي جرګې ته معرفي شوې وه چې دغې جرګې استازو د دولسو کمبوداتو له امله چې یوه پکې د احتیاطي کوډونو نا برابروالی وه رد کړې وه.

خو د مالیې وزارت د بودیجې طرحه د بیا غور وروسته بیا ولسې جرګې ته واستوله چې نن د دغې جرګې د غړو لخوا تصویب شوه.

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د ولسي جرګې وکیلانو ته د دغې بودیجې په اړه په خپلو څرګندونو کې وویل، په دې بودیجه کې ټول نړیوال معیارونه په پام کې نیول شوي دي.

هغه وویل، په بودیجې کې د اصلاحاتو راوستل نړیوالې ټولنې ته د افغان حکومت د ژمنو یوه ستره ژمنه ده.

ښاغلي حکیمي وویل "که دا بودیجه ستاسو لخوا تایید شي ،اعتبار به پیدا کړي او پر بودیجې لوړ باور به ددې لامل شي چې د بسپنه ورکونکو لخوا ډیرې مرستې وشي".

د افغانستان د ۱۳۹۷ مالي کال په بودیجه کې د تیر مالي کال په پرتله انکشافي بودیجه کې څه باندې یو میلیارد ډالر کموالي راغلی دی.

XS
SM
MD
LG