د لاس رسي وړ اتصالات

د ادب او سیاست ترمنځ ژوند - عبدالستار سعادت


عبدالستار سعادت وایي د یو شاعر او یو حقوق پوه په توگه خپل ژوند سره نه شي بیلولای. د عواطفو تر تاثیر لاندې دغه نوښتگر شاعر د خپل زړه آواز اوري او په دې دواړو برخو کې یې خدمتونه په ټولنه کې مثبت ارزول شوي دي.

د ټولنیزو دردونو ترڅنگ مینه د سعادت په شعر کې ځانگړی ځای لري او داسې ښکاري چې د ليلا په غم كې یې اوښكې تويې كړي دي.

هغه وايي: " زندگي مې بې له تانه --- چې آسمان کې ستوري نه وي."

دا چی هغه څنگه او څه وخت شاعری پیل کړی پخپله یې له ده څخه اورو:

د ښاغلي سعادت څرگندونې چې څنگه او څه وخت یې شاعری پیل کړه:
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:55 0:00

ښاغلی سعادت خپلی لوړې زده کړی د حقوقو او سیاسي علومو په څانگه کې د کابل په پوهنتون کې سرته رسولي او بیا یې په یو شمیر دولتي ادارو کې مختلفي دندی تر سره کړیدي، اوس ښاغلی سعادت د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون رئیس دی.

دا چی د هغه کاری ژوند د یوه حقوق پوه په توگه د هغه په فرهنگی او ادبی ژوند باندی کومه اغیزه او اثر کړی او که نه هغه وایي:

د یو حقوق پوه په توگه یې مسلکي کار په فرهنگی او ادبی ژوند باندی څه اثر لري، له ښاغلي سعادت نه یې اوروو:
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:05 0:00

عبدالستار سعادت خپله یوه شعری ټولگه د " ستابه ياد وي او كه هير به دې وي" په نوم چاپ او د مینه والو د ادبي تندې د ماتولو په خاطر يې وړاندې کړې ده.

په دې شعري ټولګه كې د نوموړي شاوخوا سل غزلونه، آزاد شعرونه او څلوريځې ځای شوي دي.

د ده شعرونه ټول د ښايست، ښكلا او عاطفې په اوبو ولل شوي او د خيال او اند يو ښكلى او مناسب تړاو په كې لېدل كيږي.

په هر بيت كې يې يوه نوې خبره نغښتې، هر شعر يې د يوه نوي فكر لېږدونكى دى، دا چی ښاغلي سعادت تر اوسه څومره شعرونه ویلي او راتلونکې پلانونه یې څه دي، هغه پخپله وایی:

د ادبي ژوند په هکله د ستار سعادت راتلوونکې پلانونه:
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:40 0:00

په شعر كې د شاعر خپلې تجربې، خبرې او تركېبونه د دې معنى لري، چې شاعر ځانته د يوه ځانګړي سبك لرونكى دى، سعادت له همدې ډلې شاعرانوڅخه دى.

وایي شاعران د ټولنې ترجمانان دي او د شعر په ظریفه ژبه ناخوالو ته گوته نیسي، دوی هم لکه د ټولنې د نورو وگړو په څیر خپل انساني او اخلاقي مسئولیتونه سرته رسوي. د ټولنی په وړاندې د شاعر د اخلاقی مسئولیت په هکله یې له ښاغلی سعادت څخه اورو:

د شاعر د اخلاقی مسئولیتونو په اړه د ښاغلي سعادت نظر:
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:18 0:00

د ځینو شاعرانو په اند شاعری یوازی د ښکلا ستاینه او تصویرول دی هغوی وایي شعر ټولنې ته د پیغامونو د لیږد وسیله نه ده، بلکې یوازې د ښکلو تصویرونو د ایستلو وسیله ده.

ښاغلی سعادت په دې هکله خپل نظر داسې څرگندوي:

شاعري د ښاغلي سعادت له نظره:
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:10 0:00

په ټوليز ډول د ښاغلي سعادت شاعري د پام وړ ده. شعر يې ځانگړی سبک لري، او خلکو په زړونو چنگ وهی.

د ټولنې په سمون کې د شعر او ادبیاتو رول:
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

دا چی شعر او ادبیات د ټولنې په سمون کې څومره رول لوبولای شي، هغه خپل نظر داسې څرگندوي:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:14 0:00
مستقیمه لیکه

د شفیق مرید په آواز کې " زندگي مې بې له تانه --- په آسمان کې ستوري نه وي"، شعر د ښاغلي سعادت دی، دلته یې ووینئ:

د شفیق مرید په آواز کې د ښاغلي سعادت د یو ښکلي شعر نه جوړه شوې سندره:
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:22 0:00

  • 16x9 Image

    شیر غورځنګ

    شیر غورځنګ د کابل پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځی د راډیو او تلویزون څانګه لوستي او د اتو کلنو راهیسې د امریکاغږ اشنا تلویزون او راډیو سره کار کوي. هغه پخوا د افغانستان په ملي راډیو تلویزون کې د نطاق او ژورنالست په حیث هم کار کړی دی.
XS
SM
MD
LG