د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې خبرو کې د جګړې قربانیانو ته د ونډې پر ورکولو ټینګار


همدا شان دغه کمېسیون د جګړې د قُربانیانو د ملي مشورتي جرګې د رابللو غوښتنه هم کړې ده
همدا شان دغه کمېسیون د جګړې د قُربانیانو د ملي مشورتي جرګې د رابللو غوښتنه هم کړې ده

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دغه هېواد کې د عادلانه سولې د ټینګېدو لپاره افغان حکومت او طالبانو ته د سپارښتنو یوه کڅوړه وړاندې کړې ده.

د دغه کمېسیون د اړیکو او نشراتو رئیس ذبیح‌الله فرهنګ د سې‌شنبې په ورځ د جون په دویمه (غبرګولي ۱۳) امریکا غږ ته وویل چې د سپارښتنو په دې کڅوړې کې ښکېلو خواو ته څلور وړاندیزونه شوي دي.

هغه زیاته کړه: "لومړی ټکی دا دی چې د جګړې د قُربانیانو یوه ډله د خپلواکو او بې‌طرفه بنسټونو له خوا انتخاب شي چې د دواړو خواو د مرکچي پلاو د تائید وړ وي او دا ډله وشي کولی چې په مستقیم ډول خپلې غوښتنې له دواړو خواو سره شریکې کړي".

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سولې په پروسه کې د جګړې د قُربانیانو د مسلې رابرسېره کول او د هغوی د غږ پورته کول د دې اقدام موخې بللې دي.

همدا شان دغه کمېسیون د جګړې د قُربانیانو د ملي مشورتي جرګې د رابللو غوښتنه هم کړې ده.

ښاغلي فرهنګ وویل: "د دې جرګې له لارې د عدلانه سولې او عمومي افکارو او د افغانستان د اکثرو خلکو د غوښتنو په برخو کې مختلف نظرونه راټولېدلی شي".

د سولې او بشري حقونو په تړاو د کارپوهانو د نظر اخیستلو د فرعي کمېټې جوړول او د سولې په برخه کې د مدني ټولنې د بنسټونو له خوا د پالیسیو او کړنلارو جوړول نور هغه مسایل دي چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دې کڅوړه کې ښکیلو خواو ته وړاندې کړي دي.

د بشري حقونو کمېسیون ټینګار کړی چې د سولې په بین‌الافغاني مذاکراتو کې د دغو وړاندیزونو په تطبیق سره به په افغانستان کې د د عادلانه سولې د ټینګېدو لپاره اساسي ګامونه پورته شي.

د بشري حقونو کمېسیون په داسې حال کې د سولې په مذاکراتو کې د جګړې قُربانیانو ته د ونډې پر ورکولو ټینګار کړی چې د افغانستان د مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره چمتوالی ښودلی او ویلي یې دي چې ژر به دا مذاکرات پیل شي.

همدا شان د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غنی او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تېره ورځ د افغان سولې په بهیر کې د راتلونکو ګامونو د پورته کولو، د بندیانو خوشې کولو، اوربند او د مذاکراتو د وخت او ځای په تړاو خبرې کړي.

ارګ په یوې اعلامیې کې ویلي چې جمهور رئيس غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ته، دايمي سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره د افغانستان د لار نقشه تشريح کړې او غوښتنه یې کړې چې د دواړو لورو کاري ټېمونه د دغې نقشې د عملي کېدو لپاره د لازیاتو اسانتیاو د رامنځته کېدو په هدف کار وکړي.

افغان حکومت د دغې نقشې په اړه تر اوسه بشپړ معلومات نه دي ورکړي

XS
SM
MD
LG