د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنې د افغانستان د سولې د اساسي مذاکراتو په پیلېدو ټېنګار وکړ


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي اسلام اباد ته د سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې بهیر په اړه خبرې کړي دي.

توماس نیکلاسن نن سه شنبه جون ۱۵ (غبرګولې ۲۵) په خپل ټویټر کې لیکلي چې «اوس د دې وخت» دی چې د دوحې خبرې باید د دواړو مذاکره کوونکو ټېمونو د اساسي وړاندیزونو له مخې وشي او په وینا باید له عادي رول څخه د مذاکرې مرحلې ته داخل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکره کوونکو پلاوو مشرانو او غړیو د جون په اتمه تر اوږده ځنډ وروسته ناسته کې د مذاکراتو د بهیر پر چټکتیا او د اجنډا پر موضوعاتو هوکړه کړې وه. خو په تیره اونۍ کې د دواړو ډلو ترمنځ د ناستې هیڅ خبر نه دی ورکړل شوی.

خو اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې په دوحه کې د سولې خبرې باید له هر ډول ځنډ پرته له سره پيل شي ترڅو په افغانستان کې د یوه سیاسي حل لارې په پیدا کېدو سره په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې ټینګېدو لامل شي.

په پاکستان کې د اروپايي ټولنې سفیر اندرولا کمینارا هم ویلي چې ښاغلی نیکلاسن به پاکستان د سفر په ترڅ کې د دغه هیواد له پوځ او چارواکو سره هر اړخیزه ناستې ولرې.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر په اسلام اباد کې د افغانستان له سفیر نجیب الله علي خېل سره هم کتلي او د افغان سولې په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

ارواپايي ټولنې ټینګار کړی چې یوازې یو سیاسي هوکړه په افغانستان کې د تلپاتې سولې لامل کېدای شي.

XS
SM
MD
LG