د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: افغان او امریکايي ځواکونه د تاوتریخوالي کمېدو پر طرحې کار کوي


د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د تاوتریخوالي کمېدو له هوکړې سره هم مهاله ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، افغان او امریکايي سرتېري هم د تاوتریخوالي کمېدو پر طرحې کار کوي.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي نن سې شنبه «سلواغې۲۹مه» خبریالانو ته وویل چې د تاوتریخوالي کمېدو طرحې د عملي کېدو لپاره د قول اردګانو د قوماندانو په سطحه هم بحثونه شوي دي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه چې په دې اړه کارونه روان دي او حکومت د تاوتریخوالي کمېدو طرحې او اوربند ټينګېدو ته ژمن دی.

هغه وویل:"پر دې طرحې په شدت سره کار روان دی،خو موږ نشو کولای چې ټوله جریان ستاسو سره شریک کړو، کله چې دغه مرحه پیلېږي تاسو «خبریالان» به یې د ځینو مواردو څخه خبر شئ."

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د توافقنامې نېټه به د امریکا لخوا اعلان شي او تر هغه وروسته به «بین الافغاني» خبرې هم پيل شي.

ښاغلي صدیقي که څه هم له طالبانو سره د سولې خبرو په اړه د هر اړخیز چمتووالي خبر ورکړ، خو ټینګار یې وکړ چې په راتلونکو ورځو کې به د سولې مذاکراتي پیلاوي کې هم تغیرات رامنځته شي.

صدیقي وویل:"پلاوی به ټول شموله وي، طبعاً کوم تغیرات چې په ماحول کې راغلي دي او د دغو فرصتونو په رڼا کې شاید د پلاوي اړوند موضوعاتو ته هم پاملرنه وشي."

که څه هم تر دا مهاله د حکومت لخوا د مذاکراتي پلاوي په اړه جزئیات رسنیز شوي نه دي، خو ښاغلي غني تېره شپه له والیانو سره لیدنه کې وویل چې له طالبانو سره د مذاکراتي ټېم صلاحیتونه به د افغانستان حکومت لخوا تعین شي.

XS
SM
MD
LG