د لاس رسي وړ اتصالات

تاجیکستان کې اېسار افغان پیلوټان امریکا ته انتقالیږي 


لسګونه افغان پیلوټان له څو میاشتو راهېسې په تاجیکستان کې اېساري پاتې دي
لسګونه افغان پیلوټان له څو میاشتو راهېسې په تاجیکستان کې اېساري پاتې دي

په تاجیکستان کې اېسار۱۵۰ افغان پیلوټان او نور پرسونل د امریکا د حکومت له لوري په برابر شوي‌ پرواز کې له دغه هېواد څخه اېستل کیږي.

رویټرز خبري اژانس وايی چې دوو پیلوټانو او نورو سرچېنو ورته ویلي دي‌ چې د پلان له مخې دوی باید نن سه شنبه نومبر ۹ (لړم۱۸)‌ له تاجکستان څخه انتقال شي.

یو پیلوټ ویلي دي: « هیله ده چې ژر ووځو». رویټرز خبري اژانس وايي چې په دوشنبه کې د امریکا سفارت لا په دې اړه څه نه دي‌ ویلي‌ دي.

اکثریت پیلوټانو په امریکا کې مسلکي زده کړې دي او یو شمېر یې په انګلیسي ژبو هم خبرې کولای شي. دوی له شاوخوا دریو میاشتو راهېسې په تاجیکستان کې انتظار دي‌ چې د امریکا حکومت یې د انتقال د پروسې په لړ کې درېیم هېواد او نهایتآ امریکا ته ولېږدوي.

دغو پیلوټانو او پرسونل یې کابل ته د طالبانو له ورتګ وروسته له خپلو الوتکو او وسایلو سره یو ځای تاجیکستان او ازبیکستان ته ولاړل. دوی وېره لري چې که د طالبانو لاس ته ورشي، وبه یې وژني.

د طالبانو په خلاف د افغانستان د مخکني‌ حکومت یو غښتلی او اغیزناک ځواک، همدا هوايي ځواک و.

په سپتمبر کې د امریکا په منځګړتوب یو شمېر افغان پیلوټان له ازبیکستان څخه متحدو عربو اماراتو ته انتقال کړل شول. خو داسې ښکاري چې د ازبیکستان په پرتله له تاجیکستان څخه د دغو افغان پيلوټانو اېستل لږ ستونزمن وي.

رویټرز اژانس وایي ‌چې یو امریکايي چارواکي ورته ویلي‌ دي چې امریکا دغو پیلوټانو ته د لاسرسي لپاره د تاجیکستان د اجازې په اخیستلو کې له ستونزو سره مخامخ ده.

د دغو پیلوټانو په ډله کې یې یوه میندواره مېرمن هم ده.‌ هغې ویلي چې دوی په سناتوریم (روغتون) کې ساتل کیږي. دغې میندوارې پیلوټې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې د تاجیکستان چارواکو ترې تیلیفونونه او نور اسناد اخیستي دي. رویټرز وايي دغو کسانو چې ورسره خبرې کړې دي، خپل تیلیفونونه یې له پولیسو او چارواکو څخه پټ ساتلي دي.

هغې وېلي دي: «موږ دلته د کډوالو او پناه غوښتونکو په توګه نه،‌ بلکې د زندانیانو په څېر اوسیږو. موږ هېڅ قانوني‌ اسناد نلرو او نه هم داسې لاره شته چې ځان کوم څه واخلو او وپېرو.»

د سپتمبر په میاشت کې د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر لوید اسټن په کانګرس کې یوې استعماعیه غونډې ته وویل چې په تاجیکستان کې د افغان پیلوټانو په اړه خواشینی دی او د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت سره کار کوي چې «دا مسئله مخې ته یوسي».

XS
SM
MD
LG