د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو دریو میاشتو کې ۱۶۸ تنه د مخدراتو د قاچاق په تور نیولي


چارواکي وايي په نیول شوو کسانو کې ۱۲ ښځې، ۹ دولتي کارکوونکي، او ۲ ایرانيان شامل دي.
چارواکي وايي په نیول شوو کسانو کې ۱۲ ښځې، ۹ دولتي کارکوونکي، او ۲ ایرانيان شامل دي.

د افغانستان د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، چې په تیرو دریو میاشتو کې پولیسو دغه مرکز ته د مخدره موادو او مسکراتو د قاچاق اړوند ۱۳۵ دوسیې ورسپارلې دي.

د یاد مرکز د مطبوعاتو رئيس احمدخالد مؤحد د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، په دغو قضیو کې د یو شمیر ښځو او دولتي کارکوونکو په ګډون ۱۶۸ تورن کسان شامل دي.

هغه وویل "د دغو نیول شوو کسانو ۹ تنه د عامه خدمتونو موظفین دي، ۱۲ تنه یې ښځې دي او ۲ تنه یې ایراني وګړي دي".

ښاغلي موحد زیاته کړه، دا شمیر کسان د میزان، عقرب او قوس میاشتو په اوږدو کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې نیول شوي.

د هغه پر وینا، تر ټولو زیاتې قضیې په ننګرهار او کابل ولایتونو کې پیښې شوې دي.

ښاغلي موحد وویل "ننګرهار د ۴۴ قضیو په درلودلو سره لومړی او کابل د ۲۲ قضیو په درلودلو سره دویم ځای خپل کړی دی".

ښاغلي مؤحد زیاته کړه، چې له دغه شمیر کسانو څخه ۳۹۱ کیلوګرام هیروئين، ۱۳۶ کیلوګرام مورفین، څه باندې ۴۵۰۰ کیلوګرام اپین، له ۴۰ زره کیلوګرامو څخه زیات چرس او سلګونه کیلوګرام کیمیاوي مواد او الکول نیول شوي دي.

د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د مطبوعاتو مسول وویل، چې د دغه مرکز ځانګړې څارنوالۍ په تیرو دریو میاشتو کې ۲۸۸ قضیې له څیړلو وروسته، اړوندو محکمو ته سپارلي دي، چې لومړنۍ محکمې د دغو قضیو په تړاو ۱۷۴ تنه او د استیناف محکمې ۸۳ تنه د بند د مختلفو مودو پر سزا محکوم کړي دي.

د ښاغلي موحد پر وینا، د قاچاق په تور ۹ تنه نیول شوي کسان د کره اسنادو د نشتوالي له امله د محاکمو له خوا بري‌الذمه پیژندل شوي دي.

XS
SM
MD
LG