د لاس رسي وړ اتصالات

د څار بنسټ : امنیتي مسولین له سترو موټرو غیر قانوني پیسې اخلي


د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ وایي، چې د افغانستان د ټولو لویو لارو په ۳۷۰ چک پاینټونو یې نظارت کړی او دا یې معلومه کړې چې، د افغانستان ۵۹ فیصده پولیس او امنیتي ځواکونه له باروړونکو موټرو څخه پیسې اخلي.

د یاد بنسټ یو غړي ناصر تیموري امریکا غږ ته وویل، چې پولیس د پیسو په مقابل کې ډیر وزن لرونکو باروړنکو موټرو ته اجازه ورکوي چې لویو لارو ته دننه شي.

ښاغلي ناصري زیاته کړه"۵۹ فیصده پولیس او امنیتي ځواکونه په لویو لارو کې له باروړونکو لاریو څخه اخاذي اخلي دغه اخاذي دوه منفي اغیزې لري لومړی دا چې د لوړ تناژ لرونکي لاریو ته اجازه ورکوي چې سرکونو څخه تیر شي او هغه پیسې چې په پښو سړکونو لګول شوي دي حیف او میل کیږي او دوهم دا چې هغو لاریو ته اجازه ورکول کیږي چې غیر قانوني توکي یې بار کړي دي او خپل ګمرکي ټکس یې نه دی ورکړی پریږدي چې له لویو لارو تیر شي".

خو د کورنیو چارو وزارت بیا د شفافیت د څار بنسټ لخوا په دغه کچه له باروړونکو موټرو څخه د پولیسو د اخاذۍ اخیستل ردوي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي امریکا غږ ته وویل"دغه بنسټ چې کومه فیصدي ښودلې ده دا موږ ردوي په دې شکل نشته خو له شکل پرته اخاذۍ چې په کومو مواردو کې اخیستل شوې ده په دې څوک سترګې نه شي پټولای ځینې مواردو کې یې موږ تاییدوو خو هغه ګراف چې دوې وړاندې کړی موږ یې ردوو د کورنیو چارو وزیر کشفي او استخباراتي مسولینو ته سپارښتنه کړې چې د دغو مواردو مخه ونیسي".

د ده پر وینا د بار وړونکو موټرو په اړه ټول معلومات به په بریښنایي بڼه په دغه سیستم کې ثبتیږي او هیڅ څوک نه شي کولی، چې د عوایدو په راټولولو کې غبن وکړي.

XS
SM
MD
LG