د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کې د پولیسو د مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیض راپورونه


سرچیني زیاته کړه چې وسله والو دوه حاموي موټر، یو رینجر او د پوليسو وسلې هم له ځان سره وړي.
سرچیني زیاته کړه چې وسله والو دوه حاموي موټر، یو رینجر او د پوليسو وسلې هم له ځان سره وړي.

د زابل سیمه ییز چارواکي وايي، نن سهار اته بجې د کندهار ـ زابل د لویې لارې پر سر جلدک سیمه کې د طالبانو یو کمین له منځه وړی دی.

پېښه د کابل – کندهار پر لویه لار د هزارتک په سیمه کې کې نن جمعه جون پنځمه(غبرګولې۱۶) تر غرمې مخکې رامنځته شوې ده.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال امریکا غږ اشنا ته وويل چې په سیمه کې د وسله والو طالبانو او افغان قواوو ترمنځ نښته رامنځته شوې خو د تلفاتو په اړه به يې وروسته رسنیو ته بشپړه معلومات ور کړي.

ده زیاته کړه:"له ولایتي مرکز کلات څخه د شهرصفا ولسوالی پر لور زموږ د شهرا د پوليسو یو اکمالاتي کاروان سهار اته بجې د تګ په حال کې وو چې د جلدک د هزارتک په سیمه کې د وسله والو له کمین سره مخ شوی، پر موقع له کلات څخه تازه دمه سرتیري سیمې ته رسیدلي او د هوايي ځواک هم مرسته رسولې چې د وسله والو کمین له منځه یو وړل شو زموږ سرتیري هم مرګ ژوبله لري خو وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې چې کره ارقام به يې وروسته د رسنیو په واک کې ور کړو."

خو د زابل د ولایتي شورا رئیس حاجي عطاجان حقبیان د پېښي په اړه امریکا غږ اشنا ته وويل چې د وسله والو په برید کې وژل شوي ټول پوليس دي او د کابل – کندهار د لويې لاري د امنیت مسئولیت يې په غاړه در لود.

ده زیاته کړه:"وسله والو طالبانو د هزارتک په سیمه کې د شهرا پر پوليسو برید کړی، پوليس د لويې لارې پر سر په ګزمه بوخت وو چې وسله والو د یوه کمین په ترڅ کې برې حمله کړې تر لسو زیات زموږ پوليس شهیدان شوي او ځيني وسایط يې هم وسله والو له ځان سره وړي."

په ورته وخت کې د زابل یوه لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا ته وويل چې په دغه پېښه کې ټولټال ۱۵ پوليس چي درې تنه يې د پوستو قومندانان وو وژل شوي او یو تن يې ټپي شوی.

سرچیني زیاته کړه چې وسله والو دوه حاموي موټر، یو رینجر او د پوليسو وسلې هم له ځان سره وړي.

خو سرچیني وويل چې د پوليسو سره د جګړې پر مهال ۱۲ تنه وسله وال برید کونکې طالبان هم وژل شوي.

زابل د جنوب له نا امنه ولایتونو څخه بلل کیږي چي د کابل – کندهار لویه لار يې دا مهال د زیاتو نا امنیو شاهده.

خپله وسله والو طالبانو پ دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG