د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه ښځه د زیږون پر مهال مري


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه ښځه د زیږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د نفوسو وجهي صندوق (UNFPA) وايي، چې لا هم په افغانستان کې ۵۰ فیصده ښځې د مسلکي روغتیايي کارکوونکو پرته زیږون کوي.

د دغې ادارې یوه تازه سروې ښيي، چې په افغانستان کې د کورنۍ د تنظیم په برخه کې له ۲۵ فیصدو څخه د زیاتو واده شویو ښځو د کورنۍ د تنظیم اړتیاوې نه پوره کیږي او تر اتیا فیصده ښځې د اومیندوارۍ د مخنیوي له عصري درملو څخه استفاده نه کوی.

د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نفوسو وجهي صندوق د سې‌شنبې په ورځ په ۲۰۱۹ کال کې د نړۍ د نفوسو د وضعیت په اړه رپوټ خپور کړ.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د نفوسو د وجهي صندوق (UNFPA) استازي کوفي کوم، د رپوټ د خپرولو پر مهال وویل، چې په افغانستان کې د کورنۍ د تنظیم او د زیږون پر مهال روغتیايي خدمامتو ته د لاسرسي په برخه کې لا هم جدي ستونزې شته دي.

همدا شان د ملګرو ملتونو د نفوسو وجهي صندوق ویلي، چې په افغانستان کې تر اتیا فیصده ښځې د اومیندوارۍ د مخنیوي لپاره عصري درملو ته لاس رسی نه لري.

د دغه وزارت د ښځو د اومیندوارۍ او د ماشومانو د څانګې رئیسې زلیخا انوري په دې غونډه کې وویل: "د نړۍ په کچه هره ورځ له اته سوه څخه زیاتې ښځې د اومیندوارۍ او د زیږون پر مهال مري، خو په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه ښځه د اومیندوارۍ او زیږون د جانبي عوارضو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي".

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت شمیرې ښيي، چې په افغانستان کې د ماشومانو د زیږون کچه هرکال شاوخوا یو میلیونو ته رسیږي او هره ښځه په اوسط ډول د خپل ژوند په اوږدو کې تر شپږو ماشومان زیږوي.

د دغه وزارت ویاند وحید‌الله مایار امریکا غږ آشنا ته وویل، په اوس وخت کې د افغانستان د نفوسو وده په کال کې ۲.۳ فیصدو ته رسیږي، چې پر وینا یې دا د نړۍ په کچه د نفوسو د ودې تر ټولو چټکه شمیره ده.

ښاغلي مایار وویل که چیرې دا وضعیت "په دغه شکل ادامه پیدا کړي په څلورویشتو کلونو کې زموږ نفوس دوه چنده کېږي".

ښاغلي مایار زیاته کړه، چې د عامې روغتیا وزارت د کورنیو د تنظیم لپاره ځانګړې برنامې په پام کې نیولي، چې په عملي کولو سره به یې تر یو بریده د نفوسو چټکه وده کنټرول شي.

هغه له کورنیو څخه هم وغوښتل، چې د خپلو ماشومانو او میندو د ښې راتلونکې لپاره په زیږونونو کې واټن رعایت کړي.

XS
SM
MD
LG