د لاس رسي وړ اتصالات

'طالب جنگیالي له جگړې ستړي دي، مشران یې عیش کوي'


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د سویس په داووس کې
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د سویس په داووس کې

د افغانستان جمهور رئیس ویلي چې طالبان له جگړې ستړي دي، خو برعکس ددې ډلې مشران په پانگه والو بدل شوي دي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ٢٢ (سلواغې ٢) په سویس کې د اقتصاد نړیوالې غونډې په څنده کې په یو بحث کې چې "افغانستان په سیمه ییز او نړیوال روایت کې" نومیده خبرې وکړې.

ښاغلي غني وویل: "د طالبانو سرتیري له جگړې ستړي دي، خو مشران یې چې په دوحه کې په مذاکراتو بوخت دي او څلور یا پنځه ښځې یې کړي دي له ژوند نه خوند اخلي او په پانگه والو بدل شوي دي."

جمهور رئیس غني په خپلو خبرو کې په غیر مستقیمه توگه طالبان په افغانستان کې د مخدره توکو د قاچاق د شبکې چلوونکي وگڼل او ویې ویل چې هیروئین او امفتامین د نړۍ ستر قاچاقي توکي دی.

د افغانستان جمهور رئیس د افغانستان د کشالې د حل لپاره د تاوتریخوالي په پای ته رسیدو او د سیاسي حل لارې په موندلو باندې په ټینگار سره وویل: "د طالبانو قوت منفي او په تاوتریخوالي ولاړ دی...ټولنې دغه مسله درک کړې او دغه وضعیت باید پای ته ورسیږي."

ښاغلي غني د افغانستان د معضلې د حل لپاره یو اړخیز چلند غیر عملي وگاڼه او د سیمې او نړۍ ګډې همکارۍ غوښتنه یې وکړه. هغه کوم هیواد ته په مشخصه توگه اشاره ونه کړه او ویې ویل چې زیات شمیر دولتونه د افغانستان په قضیه کې د بې ثباته کوونکو عناصرو سره همکاري کوي.

د افغانستان حکومت تل پاکستان په افغانستان کې د سخت دریځو ډلو په ځانگړې توگه د طالبانو په ملاتړ تورن کړی دی، هغه تور چې پاکستان تل رد کړی دی.

ښاغلي غني ددې ټکي په بیان سره چې د امریکا متحده ایالات او نړیواله ټولنه د افغانستان پوروړي ندي، د افغانستان د امنیت تامین یې پخپله د افغانانو مسؤلیت وگاڼه او وویل چې وروستۍ دوه لسیزې استثنی وه، خو د هغه په وینا افغانستان تل خپل امنیت پخپله نیولی دی.

د افغانستان جمهور رئیس په هیواد کې د ښځو د حقونو په ساتلو باندې په ټینگار سره وویل: "تر هغه چې زه ژوندی او مسؤل یم هیڅ یوه افغانه ښځه به څنډې ته نشي او د جنسي توپیر سره به مخامخ نشي."

ښاغلي غني همداشان وویل چې د افغانستان د راتلونکې لپاره پروگرام لري او ادعا یې وکړه چې نه حامد کرزي داسې کوم پروگرام درلود او نه یې هم اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله لري.

ښاغلي غني د افغانستان د اوبو او لمر پر انرژۍ، گاز او نورو طبیعي زیرمو باندې په ټینگار سره وویل هیواد یې فقیر او ناداره ندی، خو په وینا یې باید ددې هیواد پانگه د خلکو د هوساینې لپاره مصرف او سم مدیریت شي.

XS
SM
MD
LG