د لاس رسي وړ اتصالات

غني: افغان ښځې هر بهیر کې شاملې دي


جمهور ریس محمد اشرف غني د یکشنبې ورځې په سهار په ارګ کې د مارچ د اتمې یا د ښځو د پیوستون ورځې په مناسبت د یو شمیر ښځو په موجودیت کې خبرې کولې او وې ویل، چې ملي یووالي حکومت دا ویاړ لري، چې په هره ملي مسله کې د افغان ښځو د فعاله برخې اخیستلو زمینه یې برابره کړې ده.

جمهور ریس غني وویل، چې افغان ښځې اوس په ملي عمده مسایلو کې شاملې دي، چې په لوړو پوستونو کې د دوې ګډون د پام وړ پرمختګ ښیي.

جمهور ریس غني همدارنګه وویل، چې ښځو له دې فرصت څخه، چې حکومت ورته په مسایلو کې د ونډې فرصت ورکړی دی اعظمي ګټه اخیستې ده.

هغه د سولې په اړه د ښځو ملي اجماع ته اشاره وکړه او وې ویل" د سولې اجماع یو اساسي قدم وه، چې د افغانستان په تاریخ کې یې سابقه نه درلودې، او سوه ښځې له ولایاتو نه جمع ښځې له کابل نه یو مشرکه ژبه پیدا کړله او یو مشترکه قطع نامه مو صادر کړه مبارک د وي".

ولسمشر غني وايي سوله قومي، سمتي او حزبي نه بلکې ملي او د ټولو افغانانو ده؛
ولسمشر غني وايي سوله قومي، سمتي او حزبي نه بلکې ملي او د ټولو افغانانو ده؛

هغه زیاته کړه، چې د ښځو د حقونو بحث په اسلامي چوکاټ کې ترسره کیږي.

جمهور ریس غني زیاته کړه، هر ځل چې افغانانو په ملي یووالي او اتفاق سره پر ملي مسایلو بحث کړی هغه حل شوي او اوس هم پر سولې د اتفاق وخت دی.

هغه وویل، چې سوله قومي، سمتي او حزبي نه بلکې ملي او د ټولو افغانانو ده؛ خو که یوه برخه افغانان له سولې بهر پاتې شي هغه سوله به پایداره نه وي.

د ښځو چارو وزیره دلبر نظري د ښځو د وضیعت له ښه والي خبر ورکوي.

"نیږدې پنځوس وړې ښځې د سترو مدیریتي پوستونو لکه قضا، وزارتخانو، معینیت ، سفارتخانو، ریاستونو، د والي مرستیالانې، ښاروالۍ او د ښاروالۍ مرستیالۍ ته لار پیدا کړې ده".

جمهور ریس غني په داسې حال کې په ملي مهمو مسلو کې د ښځو له ګډونه خبره کوي، چې د افغانستان د سولې د عالي شورا ۱۷ غړې ښځې دي.

افغان ښځې، چې لا هم له تاوتریخوالي او کړاونو ډک ژوند لري او هر کال له دوې سره د تاوتریخوالي په زرګونه قضیې ثبتیږي، په ورستیو کلونو کې یې د پام وړ پرمختګونه هم کړی دي.

په اوس وخت کې د افغان دولت ۲۷ فیصده کارکونکې ښځې جوړوي.

XS
SM
MD
LG