د لاس رسي وړ اتصالات

سمر: افغانستان کې زندانیان له معیشتي ستونزو سره مخ دي


Afghan Prisoners
Afghan Prisoners

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون وایي د تیرو کلونو په پرتله که څه هم د افغانستان په زندانو کې وضعیت ښه شوی دی خو لا هم د کابل په ګډون په یو شمیر زندانونو کې معیشتي وضعیت نامناسب دی.

د د غه کمیسیون مشرې سیما ثمر د سه شنبه په ورځ خبریالانو ته د معلومات ورکولو پر مهال وویل، دوې په تیر لمریز کال کې د کابل ولایت په زندانونو کې یوه څیړنه کړې ده چې، له مخې یې که څه هم د زندانونو په وضعیت کې د بشري حقونو له اړخه مثبت بدلون راغلی دی، خو لا هم د معیشیت او استوګنې په برخه کې ډیرې ستونزې شته.

اغلۍ سمر زیاته کړه دا مهال د افغانستان په ټولو زندانونو کې دیرش زره او ۳۱۵ تنه زندانیان دي چې د نا مناسب ځای او مکان له امله له ګڼو معیشتي ستونزو سره مخ دي.

هغې وویل "د زندانیانو د بشري حقونو په رعایت کې د تیرو کلونو په پرتله ښه والی راغلی دی خو باید ووایم چې د زندانیانو شمیر ډیر دی نسبت ددې د استوګنې ځای ته.مثلا په ولایاتو کې چې یو زندان دوه یا درې سوه تنو ته جوړیږي هلته شپږ سوه نفره زنداني وي یا هم د پلچرخي په زندان کې لس زره تنه بندیان دي چې د ځای کمبود او د معیشیت په برخه کې ستونزې منځ ته راوړي".

میرمن سمر زیاته کړه دوې په ۱۳۹۶ کال کې د کابل زون په زندانونو کې چې، نیږدې ۱۳ نیم زره زندانیان پکې دي، له ۹۲۱ کسانو سره د زندانونو د وضعیت په اړه مصاحبه کړې ده.

ددې پر وینا د مصاحبه کونکو په شمیر کې ۵۱۰ نفرو د زندان له وضعیت څخه شکایت کړی دی چې، څه باندې ۳۰۰ تنو د بشري حقونو د نقض،۱۴ د شکنجې،۱۶ د زندان د مودې پوره کیدو او ۱۴۵ نورو پر ځان د ولسمشر د فرامینو د نه عملي کیدو له عمله شکایت وکړ.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون دغه چارواکۍ زیاتوي چې دوې تیر کال د افغانستان له ټولو زندانونو څخه ۱۱۸۶ ځله لیدنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG