د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې یو شمېر افغانانو د طالبانو د بیا واکمنېدو د کلیزې په مناسبت احتجاجي غونډه کړې


په افغانستان کې د جمهوریت د نظام د ړنګېدو او طالبانو د بیاواکمنيدو د دویمې کلیزې په مناسبت د سه شنبې په ورځ اګست ۱۵ (زمري ۲۴) د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کې یو شمېر افغانانو احتجاج کړی او د طالبانو حکومت یې د بشر، ښځو او ماشومانو له حقونو په سرغړونه تورن کړی دی.

په دغه غونډه کې برخه والو افغانو مېرمنو د اګست ۱۵مه "توره ورځ" بللې او وايي چې په همدې ورځ له دوی څخه کور او ژوند دواړه اخیستل شوي.

ددې مظاهرې ګډون کوونکې افغانې فعالې ډيوې فرهمند، امریکا غږ ته وویل چې غواړي خپل غږ د نړیوالو تر غوږو ورسوي.

نوموړې وویل: "د افغانستان ښځې حذف کېدونکي ندي.د نړۍ په ګوټ ګوټ کې افغانانو ته زموږ پیغام دا دی چې ودریږي او د خپل اعتراض غږ نړۍ ته روښانه کړي."

ددې غونډې بلې ګډون کوونکې افغانې فعالې مونسې مبارز وویل نن افغانان ددې دپاره راټول شوي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په وړاندې د خپلو حقونو غوښتنه وکړي.

هغې وویل: "افغانان غواړي د طالبانو له ډلې خپل کرکه نړیوالو ته څرګند کړي. افغانان دا وخت په خپل هېواد کې د زندان په څېر ژوند کوي. د افغانستان خلک اتحاد، یووالی، ازادي، عدالت او برابري غواړي."

په اسلام اباد کې په دغه احتجاج کې یو شمېر افغانو ماشومانو هم ګډون درلود، چې وايي، له زده کړو پرته افغانستان هیڅ پرمختګ نشي کولای.

افغانه ماشومه احتجاج کوونکې ثنا امیري وايي، له طالبانو غواړي چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

هغې وویل: "د اګست ۱۵مه توره ورځ ده. افغان ماشومان له زده کړو محروم شوي دي. که نجونې پر کور ناستې وي او ښوونځي ته لاړې نشي، افغانستان هیڅ وخت پرمختګ نه کوي."

بلې خواته په افغانستان کې دننه بیا د طالبانو پلویانو په بیلا بیلو ولایتونو کې دغه ورځ د "فتحې د ورځې" په توګه نمانځلې ده.

دوه کاله وړاندې دا ورځ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان اسلامي جمهوري نظام طالبانو را وپرځاوه او پر کابل واکمن شول.

طالبانو په دغه موده کې په افغانستان کې له شپږم ټولګې پورته د نجونو پر زده کړه بندیز لګولی او د ښځو پر کار یې محدودیتونه وضع کړي دي.

د طالبانو دغه اقدامات د ډیرو افغانانو او نړیوالې ټولنې له سختو او پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG