د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ته کډه شوې افغانه خبریاله وايي‌ د خپل وطن په حال دردمنه ده


فرحناز الکوزۍ
فرحناز الکوزۍ

نږدې دوه کاله کیږي چې فرحناز الکوزۍ پاکستان ته کډه شوې ده، وايي د کډوالۍ د یوازیتوب او سختیو ډک ژوند کې تر هر څه زیات یې د خپل وطن اوسنی حال کړوي او ملي بیرغ، ملي سرود او د وطن تېر هر څه يې په سترګو کې اوښکې راولي.

فرحناز الکوزۍ وايي: "هر څه ته چې اوس موږ اشاره کوو، هغه موږ دردوي او زموږ په سترګو کې اوښکي راولي. زما ملي اردو، زما جمهوریت، زما هغه سپین ږیری ولسمشر چې زموږ په څېر يې یو بل هیواد ته پناه وړې ده."

دا وايي پاکستان ته کډوال شوي افغانان له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي خو په ځانګړي ډول هغه تازه کډوالې شوې افغانانې چې یوازې ژوند کوي، له نورو څو چنده زیاتې ستونزې ګالي.

اغلې الکوزۍ وايي: "د کور کرایه څنګه ورکړو، د برق او ګاز پیسې څنګه ورکړو او خوراک ځان ته څه رقم برابر کړو؟ بیا نظریات دلته بدل دي... کله چې موږ ځان ته یو ځای په کرایه نیسو، نو راته وايي، تاسو خو یوازي یاست. تاسو موږ ته مسئلې جوړي نه کړئ؟"

الکوزۍ په کډوالۍ کې له یوازیتوب څخه شکایت کوي او وايي ورځني کارونه او هر څه په خپله کوي.
الکوزۍ په کډوالۍ کې له یوازیتوب څخه شکایت کوي او وايي ورځني کارونه او هر څه په خپله کوي.

دغه افغانه خبریاله وايي په پېښور کې يې په فرهنګي مرکزونو کې لا هم پښتانه بیل نه ګڼي،‌ خو وايي، ددغه ښار د ولسي وګړیو نظر د دوی په هکله ډېر بدل او حیرانوونکی دی.

هغه وايي: "کله چې موږ بیرون ماحول کې ګرځو، یو څوک غږ راپسې کوي، چې ها دا خو افغانۍ ده. بیا عجیب و غریب فکر کوي، چې ددې سټایل د افغانانو دی. ان ځينې کسان خو داسې فکر کوي، چې دوی خو کافران دي، چې د کابل دي. دا خبره ډېر کله کوي، نو ستونزې او مشکلات ډېر وي، خو په عامو ځایونو کې بیا بیخي ستونزې ډېرې وي."

په پاکستان کې چارواکي وايي، د ۲۰۲۱ د اګسټ راهیسې تراوسه دغه هیواد ته ۶۰۰ زره افغانان کډه شوي، چې هیڅ یو يې هم د کډوال په حیث نه دی منل شوی. په دې افغانانو کې اکثریت هغه دي، چې د درېیم هیواد په تکل پاکستان ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG