د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو غزني کې د طالبانو زندان مات کړی


افغان کمانډو ځواکونو په غزني ولایت کې ۴۰ تنه بندیان د وسله والو طالبانو له زندان څخه ازاد کړي دي.

د غزني‌ د والي ویاند محد عارف نوري د یاد خبر په تائید سره د دوشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې په خوشي شوو کسانو کې پولیس، ملي اردو، دولتي مامورین او یو شمېر عام وګړي شامل دي چې تېره شپه راخوشې شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه کسان د غزني ولایت د اب بند ولسوالۍ په سبن کلي کې بندیان و چې د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوايي‌ عملیاتو پرمهال ازاد شوي‌ دي.

نوري ویلي چې په دغو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو روغتیايي مرکز هم تخریب شوی او ترڅنګ یې لس طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

اب بند د غزني له نا امنیه ولسوالیو څخه ده چې د غزني ښار په جنوب کې د کابل ـ کندهار پر لویه لار موقعیت لري.

له بل لوري د غزني د پولیسو ویاند احمد خان سیرت امریکا غږ ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په غزني ښار کې پر ځینو امنیتي پوستو حمې کړي وې چې پر شا وتمبول شوې.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG