د لاس رسي وړ اتصالات

له ایران او پاکستانه څه باندې څلور لکه کډوال هېواد ته ستانه شوي ـ راپور


د کډوالۍنړیواله اداره یا «IOM» وايي، د روان ۲۰۱۹ کال له جنورۍ میاشتې څخه بیا د اکتوبر تر وروستۍ نېټې پورې له ایران او پاکستان څخه څلور لکه ۳زره او ۳۳۸ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه سازمان وايي، په روان کال کې د افغان کډوالو لویه برخه چې ۳لکه ۸۵زره ۷۶۷ تنه کېږي له ایران څخه ایستل شوې ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د جمعې په ورځ د «د نومبر پر لومړۍ نېټه» پخپل راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۱۹ کال د جنورۍ څخه بیا تر دا مهاله دوه لکه ۱۱زره او ۹۲۹ افغان کډوال له ایران څخه په زوره ایستل شوي او یو لک ۶۲زره ۹۳۱تنه نور پخپله خوښه هېواد ته ستانه شوي دي.

د «IOM» راپور وايي، چې د تېرې اکتوبر له ۲۰مې ڼېټې څخه بیا د یادې میاشتې تر۲۶مې نېټې ۱۰۹۰۷ افغان کډوال له ایران څخه ایستل شوي، چې ۴۷۳۸ یې پخپله خوښه او ۶۱۶۹ تنه یې په زوره ایستل شوي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان همدارنګه ویلي، چې د روان میلادي کال له پیل څخه تر دا مهاله له پاکستان څخه هم ۱۷زره ۵۷۱تنه افغان کډوال وتلي، چې ۱۴۸۳۸ تنه یې په خپله خوښه او ۲۵۳۰ تنه یې په زوره ایستل شوي دي.

د یاد راپور له‌مخې د روان کال له پیل څخه بیا تر دا مهاله له ترکیې څخه ۱۹۹۵۳ افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي، چې ۴۴۸ یې په داوطلب او پاتې ۱۹۵۰۵ نور یې په زور ایستل شوي دي.

د «IOM» راپور همدارنګه وايي، چې روان کال له اروپايي هېوادونو څخه ۱۵۷۳ افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي، چې ۶۶۳ تنه یې په داوطلب او پاتې ۹۱۰ یې په زور ایستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG