د لاس رسي وړ اتصالات

افغانه-امریکايي میرمن د امریکا په ایالتي ټاکنو کې مخکښه شوې


Safiya Wazir
Safiya Wazir

اوویشت کلنې صفیې وزیر د نیوهمشر ایالت د دموکرات ګوند ټاکنې ګټلي او د ایالتي کانګرس ټاکنو ته دریږي.

په خټه یوې افغانې میرمن د امریکا د ایالتي کانګرس ټاکنو لپاره د نیوهمشر په ایالت کې د دموکرات ګوندیزې سیالې ګټلي دي. لدغې بریا سره به صفیه وزیر اوس د دموکرات ګوند په استازیتوب د نیوهمشر له ایالت نه د امریکا د ایالتي کانګرس په راروانو ټاکنو کې کاندیده شي.

صفيې وزیر په ګوندیزو سیالیو کې دیک پاتن ته ماتې ورکړه. دیک پاتن له دې وړاندې ددغه ایالت ټاکنی څلور وارې ګټلې وې.

دیک پاتن په خپلو ټاکنیزو مبارزو کې د صفیه وزیر په اړه ویلي و چې هغه سیاسي تجربه نلري.

صفیې وزیر په خپل ټاکنیز کمپاین کې د کورنيو ستونز او پوهنۍ باندې ډېر تمرکز کړی و.

هغه وایي چې د ټاکنیز کمپاین پر مهال هغه د خپلو ملاتړو کورونو ته ورتلله او له هغوي سره یې له نږدې خبرې کولې چې همدغه نږدې اړیکو کامیابه کړه.

صفیه وزیر په ۱۹۹۱ کال کې په افغانستان کې وزیږیده او په شپږ کلنۍ کې یې کورنۍ ګاونډي ازبکستان ته کډه وکړه. هغه په ۲۰۰۷ کې امریکا ته له خپلې کورنۍ سره مهاجره شوه.

XS
SM
MD
LG