د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې کډواله افغانه: تر نیمو شپو د زندان مخې ته د خپل زوی انتظار کوم


په پاکستان کې کډواله افغانه حمیرا بي بي وايي ځوان زوی یې د کډوالۍ قانوني اسناد لرل او په بازار کې یې په کراچۍ سبزي پلورله چې پولیسو ونیو. 
په پاکستان کې کډواله افغانه حمیرا بي بي وايي ځوان زوی یې د کډوالۍ قانوني اسناد لرل او په بازار کې یې په کراچۍ سبزي پلورله چې پولیسو ونیو. 

په پاکستان کې یوه کډواله افغانه وايي د کورنۍ یوازینی روزي ګټونکی زوی یې پولیسو نیولی او اوس خپلو ماشومانو ته د ډوډۍ پیدا کولو ته حیرانه ده.

افغانه حمېرا بي بي د تېرو ۲۷ کالو راهیسې د پاکستان پایتخت اسلام اباد ته نږدې د افغان کډوالو د خټو جوړو کورونو یو کمپ کې د خپلو نهو اولادونو سره ژوند کوي.

حمیرا بي بي وايي ځوان زوی یې د کډوالۍ قانوني اسناد لرل او په بازار کې یې په کراچۍ سبزي پلورله چې پولیسو ونیوه.

حمیرا وايي: "هم دغه زوی مې و چې راوړله به یې او موږ به خوړله. پلار یې د ټي بي ناروغه دی، کار کولی نه شي. نور اولاد مې ماشومان دي. دغه زوی به مې منډيۍ کې رېړۍ چلوله او دوی [پولیسو] هلته نیولی دی."

حمیرا وايي زړه یې نه صبرېږي او بې له دغه زویه بله هیله نه لري. هغه وايي: "زه د نیمې شپې پورې د تاڼې مخې ته د زوی په انتظار کې ناسته یم. خو هغه یې بند کې اچولی. چې هغه نشته نو کله څه وخورو او کله نهار پاتې شو."

اسلام اباد کې افغانه کډواله حمیرا بي بي نهه ماشومان لري. وايي یو زوی یې کار کاوه چې اوس پولیسو نیولی دی.
اسلام اباد کې افغانه کډواله حمیرا بي بي نهه ماشومان لري. وايي یو زوی یې کار کاوه چې اوس پولیسو نیولی دی.

پاکستاني مقاماتو تېره اونۍ وویل چې حکومت یې پرېکړه کړې چې ټول غیرقانوني کډوال وشړي او په همدې هدف په پایتخت اسلام آباد او نور ښارونو کې پولیسو عملیات پیل کړي دي.

د اسلام اباد د پولیسو مقاماتو ویلي د غیر قانوني کډوالو په خلاف عملیاتو کې شاوخوا ۲۰۰ کسان نیول شوي دي. خو یو شمېر افغانان وايي، خپلوان یې د قانوني اسنادو لرلو سره سره نیول شوي دي.

اسلام اباد کې اوسیدونکی یو بل افغان کډوال د خپل زوی د نیول کیدو کیسه کوي. هغه وویل: "زما بچی سبزي منډيي کې ونیول شو او بیا بې درکه کړل شوی دی. دلته درې څلور تاڼې دي. چا راته وویل چې هغه تاڼه کې دی. هلته یوازې د سر ښکاره کېدو لپاره یې را نه ۵۰۰۰ کلدارې واخیستې. بیا یې بند ته بوتلو او هلته یې اته ورځې تېرې کړې. بیا مو وکیل ونیو."

دغه کډوال وايي، زوی یې اوس خوشې شوی او له کوره بهر نه ځي ځکه چې ویرېږي.

د خټو په کور کې ناسته حمېرا بي بي د خپل زوی انتظار کوي. هغه وايي چې د طالبانو د واک له امله بېرته افغانستان ته تګ نه غواړي او په پاکستان کې د کډوالو خلاف د حکومت وروستیو اقداماتو د هغې ژوند تنګ کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG