ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۱۸ (سنبله ۲۸) په رسمي ډول په فلسطیني ځمکو کې په ۱۲ میاشتو کې د اسرائيل د اشغال د ختمېدو غوښتنه وکړه او ویې که داسې ونه کړي، بندیزونه دې پرې ولګول شي.
سپینې ماڼۍ په لبنان کې په دوو پرلپسې ورځو کې له چاودنو وروسته په منځني ختیځ کې ټولو دخېلو غاړو ته د شخړې د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ.
د لبنان د عامې روغتیا وزارت چهارشنبې سپتمبر ۱۸ (وږي ۲۸) وویل چې په دغه هېواد کې د مخابراتي وسیلو په تازه چاودنو کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ زیات ټپیان شوي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په پېښور کې د هغه هېواد ملي سرود ته د طالبانو د سرقونسل حافظ محب الله د نه ولاړېدو کړنه غندلې او هغه يې د ډيپلوماټيکو اصولو خلاف عمل بللی دی.
د بلوچستان په پښتون میشتې ښار چمن کې د افغانستان له سپين بولدک سره د پاسپورټ او ويزې د شرط عملي کولو خلاف د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند، عوامي نېشنل ګوند، ملي جمهوري غورځنګ او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو له پرلتوالو سره د همغږۍ لپاره غونډه کړې ده.
پداسې حال کې چې متحده ایالات اندیښمن دي چې تهران مسکو ته په اوکراین کې د جګړې کولو لپاره بلاستیک توغندي او نورې وسلې ورکړي، د ایران جمهور رئیس سه شنبه سپټمبر ۱۷ ( وږي ۲۷) ژمنه کړې چې د روسیې سره د خپل هیواد اړیکې لا به لا ژورې کاندي.
په لبنان کې د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۱۷ (سنبله۲۷) د مخابراتي وسیلو په مرموزو کې د حزب الله ډلې د غړو په ګډون زرګونه کسان ژوبل شوي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي هغه څرګندونې وغندلې چې وایي «مسلمانان په هند کې رنځ» ګالي. هند دا څرګندونې «ناسمې او د نه منلو وړ» وبللې.
د سياسي چارو لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مرستیال جان باس په اسلام اباد کې د پاکستان له مرستیال لومړي وزير او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره کتلي دي.
د پاکستان د روغتيا وزارت د سپټمبر پر ۱۶مه (وږي ۲۶) په يو بيان کې ويلي چې د دغه هېواد د پلازمينې اسلام اباد په هوايي ډګر کې په يو کس کې د بيزو تڼاکې (اېم پاکس) د ناروغۍ پخلی شوی دی.
د اسلامي دولت یا داعش ډله ادعا کوي چې د پاکستان د بلوچستان په ولایت کې د پولیسو په موټر د بم چاودنه دوي کړې چې دوه پولیس پکې وژل شوي و او ګڼ شمیر نور ټپي شوي و.
نور پورته کول