د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ۱.۴ میلیون افغان کډوالو ته یوه میاشت مهلت ورکړی


پاکستان ۱.۴ میلیون افغان کډوالو ته پدغه هیواد کې د پاتي کیدلو یوه میاشت وخت ورکړی. د دغو کډوالو د استوګنې قانوني موده د ۲۰۱۷ کال د ډسامبر پر ۳۱ پاې ته ورسیده. پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۲.۷ میلیون افغان کډوال اوسیږي چې ۱.۳ میلیونه یې سږکال د استوګنې اسناد لري.

د پاکستان د کابینې د چهارشنبې په ورځ وویل چې د کډوالو د بیرته ستنولو بهیر به د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې (یو ان اچ سي آر)‌ او له نړیوالې ټولنې سره مطرح کړي، خو له افغان حکومت سره د همغږۍ په اړه یې څه ونویل.‌ پاکستان چې له لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی اوس وایې د شته اقتصادي او‌ امنیتي ستونزو له کبله نور بې اسناده کډوال نشي زغملاې.

پاکستاني چارواکي دغه راز تور لګوي‌ چې په افغان کډوالو کې هغه ترهګر هم پناه اخلي چې د پاکستان او افغانستان امنیت ته زیان رسوي.

افغان کډوالو ته د پاکستان خبرداری پداسې حال کې ورکول کیږي چې د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکې ډیرې سړې شوي‌ دي او امریکايي ولسمشر دونالد ټرمپ د پاکستان حکومت په”دروغ ویلو او خطا ایستلو“ تورن کړی دی.‌ پاکستان بیا پر امریکا کلکې نیوکې کړي چې ګواکي په افغانستان کې یې ناکامه تګلارې پلي کړي دي.‌

XS
SM
MD
LG