د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ښوونځي د نوري فایبر له لارې سره نښلول کیږي


اوس مهال په نهو ولایتونو کې ۱۱۵ ښوونځي د نوري فایبر له لارې سره نښلول شوي دي.
اوس مهال په نهو ولایتونو کې ۱۱۵ ښوونځي د نوري فایبر له لارې سره نښلول شوي دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، په یوې پروژې باندې یې کار پیل کړی، چې له مخې به یې په راروانو کلونو کې افغانستان کې ټول ښوونځي د نوري فایبر له لارې د انټرنیټ په مټ سره ونښلول شي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې، چې په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال د پیل په ورځ یې خپره کړې، ویلي، په ښوونځیو کې د عصري زده کړو د امکاناتو د برابرولو تر څنګ د کمپيوټري تجهيزاتو، انټرنېټ او کمپيوټر لېبونو د برابرلو په موخه، دا وزارت د پوهنې وزارت او د مخابراتي فعالیتونو د همغږۍ اداره " اترا" سره په ګډه کار کوي، چې ورسره به ټول ښوونځي د نوري فايبر له لارې وصل او د کمپيوټر ليب تجهيزات به ورته برابر شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د دغه بهیر په لومړي پړاو کې په ۹ ولايتونو کې ۱۱۵ ښوونځي د نوري فايبر له لارې سره وصل شوي، ۳۱ ښوونځيو ته کمپيوټري تجهيزات برابر شوي او په بشپړه توګه فعاليت ته چمتو دي او د پاتې ښوونځيو د تجهيزاتو د بشپړېدو چارې لا روانې دي.

د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، د ۲۹۰ ښوونځيو د سروې چارې بشپړې شوي، چې د نښلولو کارونه يې د شروع کېدو په حال کې دي او هم د ۱۲۰۰ نورو ښوونځيو د سروې کارونه لا روان دي،چې له سروې وروسته به يې د نوري فايبر له لارې د نښلولو چارې پیل شي.

د دې تر څنګ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د افغانسټ ( AfghanSat) دوه ټرانسپوڼدرونه ، ددغه پروژې د نښلولو په موخه ځانګړي کړي، تر څو هغه ښوونځي چې د نوري فايبر له لارې يې د نښلېدو امکانات نه وي، د سټلايټ له لارې د پوهنې شبکې سره وصل شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د نوري فایبر له لارې د انټرنیټ پر مټ د ښوونځیو د نښلولو د پروګرام په اړه د دغې اعلامیې د خپریدو وړاندې جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د دوشنبې په ورځ ( وري ۵مه) د افغانستان د نوي تعلیمي کال د پیل په مناسبت په اماني لیسه کې یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت له چارواکو وغوښتل، چې ټول ښوونځي باید د نوري فایبر له لارې سره ونښلوي.

ښاغلي غني وویل،که په کومو سیمو کې د نوري فایبر له لارې د ښوونځیو د نښلولو امکان نه وي، نو د سټلایت ټکنالوژۍ په کارونې دې دغسې ښوونځي د انټرنیټ له لارې سره ونښلول شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي،دغه وزارت د مخابراتي خدماتو د تنظیم د ادارې " اترا" او پوهنې وزارت سره په همکارۍ، پر کمپيوټري لابراتوارونو د سمبالښت او د انټرنټ شبکې سره د اتصال په موخه یوه منظمه طرحه جوړه کړې ده.

دغه طرحه په درې برخو کې ترتیب شوې، چې لومړي پړاو يې په ۱۳۹۷ مالي کال کې بشپړه شوې او دوهم او درېيم پړاو يې په روان کال کې عملي کېږي.

XS
SM
MD
LG